پر ایران د اسرائیل د برید په اړه د محرمو اسنادو خپریدل
۱۴۰۳ مهر ۲۹, یکشنبهد جغرافیایي اطلاعاتو آژانس او د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې ته د دغو اسنادو نسبت ورکول کیږي. په دغو اسنادو کې راغلي دي چې اسرائیل د اکتوبر په لومړۍ نیټه د ایران د بالستیک توغندیو د برید ځواب ورکولو په خاطر خپل نظامي تحرکات جاري ساتي.
دغه اطلاعات د «پنځه سترګې» په نوم امنیتي ډلې سره، چې په هغې کې د پنځو هیوادونو بریتانیا، کاناډا، نیوزیلنډ، استرالیا او د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي بنسټونه شامل دي شریک شوي دي.
دغه سند چې د «فوق سري» مهر لري مخکې تر دې د تلګرام په یوه شبکه کې خپور شوی و او د لومړي ځل له پاره سي ان ان او اکسیوس یي په اړه رپوټ ورکړ. چارواکو چې په دې اړه له اسوشییټډ پریس خبري آژانس سره خبرې کړي دي، نه یې غوښتل چې نوم یې ښکاره شي، ځکه په دې اړه د خبرو کولو اجازه نه لري.
همدارنګه د اسوشییټډ پریس څیړنو ارزولې ده چې دغه اسناد څنګه ترلاسه شوي دي، آیا د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې د کوم غړي له خوا په قصدي توګه خپاره شوي او یا د هک کیدو په شان په کومه بله طریقه ترلاسه شوي او دا چې ایا نور اطلاعات هم په خطر کې لویدلي دي، که څنګه؟
له سرچینو څخه یوې یې اسوشېېټډ پریس ته ویلي دي چې امریکایي چارواکي اوس مهال دغه موضوع څیړي چې تر خپریدو مخکې کومو کسانو دغو اسنادو ته لاسرسی درلود.
دغه اسناد په داسې یوه وخت کې خپاره شوي دي چې امریکا متحده ایالاتو له اسرائیل څخه غوښتي دي چې د حماس د مشر یحیی سنوار له وژل کیدو څخه استفاده وکړي او په غزه کې د اوربند له پاره فشار واچوي. په ورته وخت کې واشنګټن په عاجل ډول اسرائیل ته خبرداری ورکړی دی چې د لبنان په شمال کې د جګړې له پراخولو څخه ډډه وکړي او د یوې لا لویې سیمه ایزې جګړې خطر دې نه زیاتوي.
د دې ټولو خبرو سربیره اسرائیل په تکرار سره ویلي دي چې د ایران توغندیز برید به بې ځوابه نه پریږدي. پنټاګون په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د دغو اسنادو په اړه رپوټونو څخه خبر دی، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
اسرائیل په بروت کې د دوو سیمو د تخلیه کولو امر کړی
اسرائیلي پوځ د بیروت په سویل کې د دوو سیمو له اوسیدونکو څخه غوښتي دي چې په عاجل ډول دې له خپلو کورونو څخه ووځي. د اسرائیلي پوځ ویاند په ټولنیزو شبکو کې په عربي ژبه د «بیړني خبرداري» تر عنوان لاندې یو پيغام خپور کړی دی او د حارت هریک او حدث سیمو له اوسیدونکو څخه یې غوښتي دي چې په عاجل ډول دې له خپلو سیمو څخه ووځي.
نوموړي زیاته کړې ده: «دوی [د دغو دوو سیمو اوسیدونکي] حزب الله ته اړوند مرکزونو ته نیږدې دي چې په نیږدې راتلونکي کې به د اسرائیل د دفاعي ځواکونو له خوا په نخښه شي.»
د اسرائیلي پوځ دغه ویاند د دغو سیمو له اوسیدونکو څخه غوښتي دي چې لږ تر لږه ۵۰۰ متره دې له دغو اهدافو څخه واټن ونیسي او امنو سیمو ته دې لاړ شي.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح