پر بیروت د اسرائيل په بريد کې ډېر کسان وژل شوي دي
۱۴۰۳ مهر ۲۰, جمعهد لبنانحکومت اټکل کوي چې د اسرائيل د دې نویو بريدونو هدف د تندلارې اسلامپالې حزب الله ډلې يو مهم غړی وفيق صفا، وو. د امنيتي کړيو له خوا ويل شوي دي چې هغه له دې بريده روغ وتلي دی. صفا، د حزب الله د تماس او همغږۍ د قطعې مشري کوي چې د لبنان له امنيتي ادارو سره د همکارۍ مسئوله ده.
د سيمې د تخليه کولو لارښوونه نه وه شوې
د اسرائيل د دې تازه بريدونو هدف د بيروت په زړه کې پرته يوه ګڼ ميشته سيمه وه چې کورونه او کوچني دوکانونه پکې پراته دي.
د عيني شاهدانو په حواله په قربانيانو کې يوه کورنۍ هم شامله ده چې درې ماشومان یې درلودل. اسرائيل د بريد دمخه د سيمې د تخلیه کولو لارښوونه نه وه کړې.
په دې وروستيو ورځو کې د اسرائيل بريدونه د حزب الله پر مقر باندې متمرکز ول.
د پنجشنبې په ورځ اسرائيل د لبنان په جنوب کې د ملګرو ملتونو د « UNIFIL» ماموريت مقر هم ويشتلی وو. د ملګرو ملتونو په حواله د اندونیزيا دوه شنه خولۍ عسکر په دې ترڅ کې ټپيان شوي ول.
د اسرائيل او حزب الله ترمنځ د جګړې په ترڅ کېپه لبنان کې، د دغه هېواد د حکومت په حواله تر ۲۱۰۰ ډېر انسانان وژل شوي دي.
زیاتره کسان د سبتمبر له ۲۳مې نيټې راهېسې يعني کله چې اسرائيل پوځي عمليات ډېر پراخ کړل، وژل شوي دي. د قربانيانو د شمير په ترڅ کې د جنګيالو او ملکي کسانو ترمنځ توپير نه کيږي.
د ايران ملګرې د حزب الله ډله چې دمګړۍ د غزې تړانګې د حماس ډلې سره يووالي ښيي، پر اسرائيل باندې وار په وار د توغنديو بريدونه کوي. په تېره بيا د دغه هېواد شمال د حزب الله بريدونو ځپلی دی او په زرونو اسرائيليان د خپلو کورونو پریښودو ته مجبور شوي دي. اسرائيل، امريکا، آلمان او یو شمير نورو هېوادونو حماس ډله د يوې ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي کړې ده.
په لوېديځه غاړه کې د فلسطينيانو يو مشر وژل شوی
د اردون سيند په لوېديځه غاړه کې د اسرائيل د بريدونو رپوټونه ورکړل شوي دي. د اسرائيل پوځ ويلي چې په لوېديځه غاړه کې یې د فلسطينيانو يو بل وسله وال مشر وژلی دی.
زياته شوې چې محمد عبدالله، د فلسطينیانو په نور شمس کمپ کې د افراطي ډلې «اسلامی جهاد» مشر وو. نوموړی طولکرم ښار ته څېرمه د يوه بل بنسټپالي سره يوځای په بريد کې وژل شوی دی.
د اسرائيل د پوځ او استخباراتو د معلوماتو په حواله عبدالله، د اسرائيلي عسکرو پر وړاندې په ترسره شويو يو شمير بريدونو کې لاس درلود. د اسرائيل او حماس ترمنځ جګړې پر مهال چې د اکتوبر پر ۷مه نيټه یې يو کال پوره شو، د غزې تړانګې ترڅنګ په لوېديځه غاړه کې هم تاوتريخوالي زور اخيستی دی.
ب. ص/ ن. ز/ خ. ح ((rtr, dpa, afp)
زموږ له آرشيف څخه: