1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

د جزا د نړیوالي محکمې څارنوال د نتانیاهو د نیولو حکم غواړي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

د جزا نړیوالي محکمې لوی څارنوال د اسرائیل د لومړي وزير بنیامین نتانیاهو او حماس ډلي د مشرانو اسماعیل هنیه او یحی السنوار، د نیولو حکم د صادرولو په لټه کي دي.

https://p.dw.com/p/4g4lz
 Israel Tel Aviv | Benjamin Netanjahu bei Kabinettssitzung
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو انځور: Ronen Zvulun/AFP/Getty Images

د هالند په هاگ کي د جزا نړیوالي محکمې لوی څارنوال کریم خان، د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کي وویل چي له دغي محکمې څخه یې د حماس ډلې د درو مشرانو اسماعیل هنیه، یحی السنوار او محمد دیاب ابراهیم المصري او همدارنگه د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه هیواد د دفاع د وزیر یوآف گالانت، د نیولو حکم د صادرولو غوښتنه کړې ده.

د دغه حکم غوښتنه د هغو جنگي جنایتونو او بشریت ضد جنایتونو په دلیل دی چي په اسرائیل او غزې کي ترسره سوي دي.

د جزا نړیوالي محکمې د نسل وژني، بشریت پرضد جنایتونو، جنگي جنایتونو او د تیري جنایتونو پیښې څیړلي دي او د هغوی په اړه حکم صادروي. د دغي محکمې مرکز د هالند په هاگ ښار کی دی.

GP/NZ/AG