1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

د حماس د يوه بل مشر وژل کیدل او د اوربند غوښتنې

۱۴۰۳ مهر ۲۷, جمعه

د اسرائيل د بهرنيو چارو د وزير په حواله د اسرائيل عسکرو د حماس مشر یحیی السنوار، په غزې تړانګه کې وژلی دی. د نوموړي تر وژل کيدو وروسته د يوه اوربند او يرغمل شويو د آزادولو غوښتنې زور اخيستی دی.

https://p.dw.com/p/4lw9D
په تل ابیب کې د السنوار تر وژل کیدو وروسته د يرغمل شويو د آزادولو له پاره غوښتنه
دمګړۍ کې د اکتوبر پر ۷مه نیټه له يرغمل شويو څخه یې څه نا څه ۱۰۰ لا هم په غزه کې دي.انځور: Ariel Schalit/AP Photo/picture alliance

اسرائيل ويلي دي چې په غزه تړانګه کې د حماس ډلې مشر يحيی السنوار، وژل شوی دی. د اسرائيل د بهرنيو چارو وزارت وياند د دغه وزارت د وزير اسرائيل کاتڅ، په حواله ويلي دي چې السنوار په غزې تراډه کې وژل شوی دی.

د اسرائيل ځواکونو ويلي دي چې په ټولیزه توګه په غزې تړانګه کې په دې پوځي عملياتو کې «درې ترهګر وژل شوي.»

زياته شوې ده چې د جسد جنتيکي پيژندنه هم کومه ستونزه نه وه ځکه السنوار، څو کاله د اسرائيل په بند کې تېر کړي دي او اسرائیل یې ډي ان ای مواد درلودل.

د لندن څيړنیز مرکز چېتم هاوس، د منځني ختیځ کارپوه ناېل کويلېم، له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل: «د السنوار وژنه په دغه سازمان کې د نوموړي نقش ته په کتلو سره د حماس له پاره يوه ډېره کلکه ضربه ده.»

برلين ته د بايدن سفر او د اوربند د غوښتنې انتظار

انتظار کیږي چې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بایدن، به د جمعې په ورځ په برلين کې چې نوموړې به هلته له خپلو مهمو اروپایي متحدينو سره وګوري، په غزه کې د اوربند له پاره يو ځل بيا غږ پورته کړي.

ولسمشر بایدن، پرون پنجشنبه د شپې پلازمينې برلين ته رسېدلی. نوموړی به هلته د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ، فرانسې د ولسمشر ايمانويل مکرون او بريتانيا له لومړي وزير کېر ستارمر، سره وګوري.

له واشنګټنه د روانېدو تر مخه بایدن وويل: «اوس تر هغه يوه ورځ وروسته چې حماس په غزه کې په واک کې نه دی، يو فرصت موجود دی، د يوه سياسي حل له پاره چې اسرائيل او فلسطينيانو دواړو ته يوه ښه راتلونکې ورکړي.»

بایدن، وويل السنوار چې اسرائيل د اکتوبر د ۷مې نیټې د بريدونو اصلي طراح او مسئول ګاڼه، په غزه کې د اوربند او يرغمل شويو د آزادۍ په لار کې يو خنډ وو او د هغه مړينه یې «يوه ښه ورځ» وبلله.

صدراعظم شولڅ، د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د خبرو اترو پر مهال وويل: «ولسمشر بایدن او نور د اروبند د تړون د څرنګوالي په اړه يو وړاندیز لري او موږ یې په کلکه ملاتړ کوو.»

 

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ماښام د السنوار د وژل کیدو تر رپوټونو وروسته يوه اعلاميه خپره کړه چې په هغې کې یې د حماس د لوري د يرغمل شويو کسانو په چټکه توګه د آزادولو او همدا راز پر وسله واله ډله حماس «د وسلو پر ځمکه د ايښوولو» غږ کړی وو.

په اعلاميه کې زياته شوې: «د غزې د خلکو کړاو بالاخره باید پای ته ورسيږي.»

دمګړۍ کې د اکتوبر پر ۷مه نیټه له يرغمل شويو څخه یې څه نا څه ۱۰۰ لا هم په غزه کې دي.

نتانياهو واي یرغمل شوي باید آزاد کړل شي

د اسرائيل د استخباراتو يوه پخواني افسر اوي ميلامد، دويچه ويله ته وويل چې د السنوار مړينه به ښايي د اسرائيلي يرغمل شويو بيرته کور ته د راستنولو هيلې نورې هم زياتې کړي.

نوموړي وويل چې «السنوار په غزه کې د جګړې پای ته د رسولو په برخه کې يو ستر خنډ وو» ځکه هغه د يرغمل شويو د آزادۍ په برخه کې هیڅ حرکت ته چمتو نه وو.»

د نوموړي تر وژل کیدو وروسته په سملاسي توګه د اوربند او د يرغمل شویو د آزادولو غږونه پورته شول.

خو د اسرائيل لومړي وزير بنيامن نتانياهو، وويل چې اسرائيل به د يرغمل شويو تر آزادېدو پورې جګړې ته دوام ورکړي.

نتانياهو، وویل: «موږ نن حساب برابر کړ. نن بدو ته يوه ضربه ورسېدله خو زموږ دنده لا سر ته نه ده رسېدلې.» خو هغه وويل چې په غزه کې جګړه «سبا ختمیدلای شي» که چېرې يرغمل شوي را خوشې شي او حماس بې وسلې شي.

اروپايي اتحادیې او همدا راز امريکا، آلمان او يو شمير نورو هېوادونو حماس د يوه ترهګریز سازمان په توګه درجه بندی کړی دی.

حزب الله په اسرائيل کې د بريدونو د «نوي پړاو» ګواښ کړی

لبنان ميشتې حزب الله ډلې ويلي دي چې د اسرائيل پر وړاندې د جګړې په ترڅ کې د جګړې يو نوی او لا پسې پراخه پړاو پيلوي. دغه ډلې زياته کړې ده چې په لومړي ځل یې دقيق هدايت شوي میزايلونه کارولي دي.

حزب الله دا څرګندونې تر هغه څو ساعته وروسته وکړې چې اسرائيل د حماس ډلې د مشر يحیی السنوار وژل کیدل تائيد کړل.

دغه ډلې په يوه اعلاميه کې وويل چې حزب الله «له اسرائيل دښمن سره د جګړې يوه نوي او لا پراخ پړاو ته د تللو اعلان کوي چې دا به د راتلونکو ورځو له پرمختګونو او پېښو څخه منعکس شي.»

دايرن له ملاتړه برخمنې دې ډلې پوځي څانګه د اروپایي ټولنې له خوا د ترهګریز سازمان په توګه نومول شوې. دغه ډله له کلونو راهېسې پر اسرائيل باندې بريدونه کوي چې دغه بريدونه یې په غزه کې د تېر کال راهېسې د روانې جګړې په ترڅ کې نور هم ډېر کړي دي.

خو د لبنان شخړه تېره میاشت هغه وخت پسې پراخه شوه چې اسرائيل د دغه هېواد په جنوب کې پوځي عمليات ترسره کړل.

حزب الله ويلي دي چې «په سونو جنګیالي یې په بشپړه توګه چمتو دي چې د لبنان د جنوب په کليو کې د اسرائيل له لوري د هر ډول ځمکنيو عملیاتو مخه ونیسي.»

په دې منځ کې ایرن ويلي دي چې د «مقاومت روح ته به د السنوار تر وژل کیدو وروسته لا پسې قوي شي.»

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل