1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيلبنان

په لبنان کې د حزب الله پر مالي بنسټونو د اسرائیل بریدونه

۱۴۰۳ مهر ۳۰, دوشنبه

د اسرائیل پوځ په لبنان کې د خپلو عملیاتو ساحه پراخه کړې ده او د حزب الله پر مالي جوړښتونو چې د ایران له خوا یي ملاتړ کیږي بریدونه کړي دي. په دې ترڅ کې د حزب الله د قرض الحسن موسیسه په نښه کړای شوې ده.

https://p.dw.com/p/4m13E
د لبنان هوایي ډګر ځغاستلیکې ته نږدې تورې لوخړې را پورته کیږي.
د لبنان هوایي ډګر ځغاستلیکې ته نږدې تورې لوخړې را پورته کیږي.انځور: Hussein Malla/AP Photo/picture alliance

د اسرائیل پوځ قرض الحسن موسیسه چې د حزب الله په فعالیتونو کې مهم نقش لري په نښه کړې ده. د اسرائیل پوځ ویاند دانیال هاګاري، د یکشنبې ورځي (د اکتوبر میاشتې ۲۰) په ماښام وویل: «موږ به په راتلونکو ورځو کې په ډاګه کړو چې ایران څنګه له غیر دولتي بنسټونو، اتحادیو او مدني موسیسو څخه استفاده کوي، څو له مالي پلوه د حزب الله ترهګریز فعالیتونه تمویل کړي.»

نوموړي د لبنان له ټولو اتباعو څخه غوښتي دي چې په بیروت او د دغه هیواد په نورو برخو کې له هغو ساحو څخه ځانونه په عاجل ډول لیري کړي، په کوم کې چې د حزب الله مالي مرکزونه او موسیسې موجودې دي.

د هاګاري له خبرداري لږ وروسته د اسرائیل هوایي ځواکونو خپل بریدونه پیل کړل. د لبنان خبري آژانس (NNA) په دې اړه رپوټ ورکړی دی چې د اسرائیل پوځ د بیروت په اطرافو کې ۱۱ پرله پسې بریدونه کړي دي.

د دغې رسنۍ د رپوټ پر بنسټ د لبنان هوایي ډګر ته نږدې یوه ودانۍ په نخښه کړای شوې ده. په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي چې د لبنان هوایي ډګر ځغاستلیکې ته نږدې تورې لوخړې را پورته کیږي.

د بریدونو له پیلیدو څو ساعته مخکې د اسرائیل پوځ یوه ویاند اویخای ادرعی، په ایکس شبکه کې اعلان کړی و چې د دغه هیواد هوايي ځواکونه به خپل عملیات «د قرض الحسن مرکزونو پر جوړښتونو چې له حزب الله سره نزدې اړیکې لري، پیل کړي.»

دغه اسرائیلي چارواکي هغه ځایونه چې دغه موسیسې او مرکزونه د هغو له جملې څخه په بیروت کې ول، او ټاکل شوی دی چې په نخښه به شي ذکر کړل. نوموړي زیاته کړه چې د قرض الحسن مرکزونه د «حزب الله د ترهګریزو فعالیتونو ملاتړ کوي.»

پر لبنان د جګړې بندولو له پاره د اسرائیل شرایط

اسرائیل په لبنان کې د جګړې پای ته رسولو له پاره خپل شرطونه امریکا ته استولي دي. د اکسیوس خبري شبکې د امریکایي او اسرائیل د چارواکو په نقل په دې هکله رپوټ ورکړی دی.

د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو
اسرائیل همدرانګه غوښتنه کړې ده چې د دغه هیواد هوایي ځواکونه دې د لبنان په هوایي حریم کې «د عمل آزادي» ولري.انځور: Kira Hofmann/picture alliance/AA/photothek.de

د دغه رپوټ پر بنسټ، یو له شرطونو څخه دا دی چې د اسرائیل پوځ دې د لبنان په سویل او له اسرائیل سره په سرحد کې د حزب الله په وسلو سمبالیدلو او همدارنګه د دغه ترهګریز سازمان د نظامي جوړښتونو د بیارغونې د مخنیوي له پاره «له قهرجنو اعمالو څخه د استفادې حق» ولري.

د اکسیوس د رپوټ پر بنسټ اسرائیل همدرانګه غوښتنه کړې ده چې د دغه هیواد هوایي ځواکونه دې د لبنان په هوایي حریم کې «د عمل آزادي» ولري.

یوه امریکایي چارواکي اکسیوس ته ویلي دي: «د دې امکان ډیر لږ دی چې امریکا دې د اسرائیل له خوا وړاندې شویو شرطونو سره موافقه وښيې.»

سپينې ماڼۍ او همدرانګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه پورې په دې هکله غبرګون نه دی ښودلی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

ولې د ایران اتومي پروګرام بیا د توجه وړ ګرځیدلی؟