په پاکستان کې د پخوانیو افغان پیلوټانو شکایتونه
۱۴۰۲ شهریور ۱, چهارشنبهپه دې راپور کې یو شمېر کسانو راسره په دې شرط خبرې کړې چې هویت به ېې نه افشا کېږي.
احمد خالد د یوه افغان پلوټ مستعار نوم دی، هغه په امریکا کې تر زده کړو وروسته ۸ کاله د افغانستان په هوايي ځواک کې د پیلوټ په توګه دنده ترسره کړه چې وروسته ېې بیا د افغانستان په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۵۰۰ ساعته الوتنې تر سره کړي.
هغه چې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته پاکستان ته کډوال شو; وايي اوس په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
د خالد په خبره، په ١٣٩٣ کال کې له ښوونځي تر فراغت وروسته د هغه وخت د هوايي ځواک په پوهنتون کې شامل او فارغ شوو. په ۱۳۹۴ کال کې د انجینرۍ په برخه کې د خپلو زده کړو د دوام له پاره د امریکا متحده ایالاتو د هوايي دفاع په پوهنتون کې د "سی-۱۳۰" الوتکو د انجینرۍ په څانګه کې ېې زده کړې وکړې او په امريکا متحده ایالاتو کې د زده کړو له پاى ته رسیدو وروسته بیرته افغانستان ته راستون او د خپل هېواد په هوايي ځواک کې يې دنده پيل کړه.
یاد پخوانی افغان پیلوټ وايي: «په ډیرو ماموریتونو کې مې برخه لرله د جګړه ځپلو ولایتونو په ګډون مې ډیرو سیمو ته د اکمالاتي الوتنو په موخه سفر کاوه او همدا راز د ټپیانو په لېږدولو کې مې مرسته کول.»
د جمهوريت له سقوط وروسته د افغان هوايي ځواک پیلوټان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شول. ځينې چې د چورلکو سره تاجيکستان ته ولاړل له هغه ځایه امریکا ته انتقال شول، خو احمد خالد وايي، د ١١ انجينرانو او ٢٦ پيلوټانو په ګډون ٣٧ کسان پاکستان ته کډه شوي دي.
«هغه قیامت چې پر افغانستان راغلی»
خالد په دې خواشینی دی چې د افغانستان ملي شتمنۍ له لاسه ولاړي وايي زه باور نه شم کولای چې د هوايي ځواک ټولې لاسته راوړنې په دومره آسانۍ سره د صفر سره ضرب شوې «ځکه چې پر هر افغان پیلوټ او انجینر لږ تر لږه یو میلیون ډالر مصرف شول دا زموږ د هیواد له پاره یو لوی ناورین وو او دا هغه قیامت وو چې پر افغانستان راغلی.»
دی وايي، په پوره لېوالتیا سره دندي ته تللی او دا پوښتنه ېې لا هم بې ځوابه پاتې ده، چې څنګه نظام او اردو پر یوه وخت سقوط وکړ: «د افغانستان د نظام تباهۍ ماته ډېر زیان رسولی، زه په سخت ذهني رنځ اخته یم. له یو نیم کال راهیسې چې زه پاکستان ته راغلی یم، نه یواځې زه بلکې نور همکاران مې هم د نورو ستونزو ترڅنګ له اقتصادي بې وزلۍ سره لاس او ګریوان يوو.»
د افغان هوايي ځواک د دغو پيلوټانو او انجينرانو برخليک له دوو کلونو تېرېدو وروسته لا هم نه دی معلوم چې دوی به کله درېيم خوندي هېواد ته ولاړ شي.
احمد خالد وايي: ټولو ۳۷ کسانو په امریکا او ځینو نورو لویدیځو هیوادونو کې د پیلوټۍ زده کړې بشپړې کړي دي. دوی ټول د کډوالۍ کیسونه لري، خو له بده مرغه په یاده موده کې یې د تګ په برخه کې هیڅ پرمختګ رامینځ ته نشوو. حتی امریکايي سلاکاران چې زموږ د پیلوټانو او د هوايي ځواک د انجینرانو سره په تماس کې وه اوس مو هغوی هم بریښنالیکونو او تلیفونونو ته ځواب نه راکوي.
عبدل بل مستعار نوم او د تیر حکومت د افغان هواېې ځواک پیلوټ، د افغانستان د هوايي ځواک دغه پخوانی پیلوټ له هغو هېوادونو شکایت کوي چې د افغانستان د پخواني هوايي ځواک په روزنه او ملاتړ کې یې ونډه اخیستې هغه وايي: «لږترلږه نړیواله ټولنه باید وخت ضایع نه کړي او د خپلو افغان همکارانو پر وړاندې جدي تصمیم ونیسي تر څو ژوند ېې وژغورل شي. کله چې طالبان بیا واک ته ورسیدل موږ پاکستان او ایران ته کډوالو شوو.»
عبدل چې د بلک هاوک جنګي چورلکي پیلوټ وو په کندهار کې یې دنده ترسره کوله.
هغه له ۲۰۱۶م کاله بیا د افغانستان د اسلامي جمهورت تر سقوط پورې په هوايي ځواک کې دنده ترسره کړه د ده، په وینا يې خپلې زده کړې ېې دوکاله د چورلکو په برخه کې په متحده عربي اماراتو او همداراز د بلک هاوک جنګي چورلکي د زده کړو تخصصي دوره ېې په چک جمهوریت کې بشپړه کړه.
بلک هاوک چورلکي د افغان هوايي ځواک د تجهیزاتو، د سرتېرو د مړو او ټپیانو د لېږد په ګډون په بېلابېلو برخو کې مهمي چورلکي وې. د دغو چورلکو یوه لویه برخه امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال له منځه یوړې او یو شمېر یې د طالبانو لاس ته ورغلي.
عبدل د پخواني افغان حکومت له لوېدیځو متحدینو څخه مننه کوي چې هغه ته یې د زده کړو او پیلوټ کیدو زمینه برابره کړه. لکه څرنګه چې د ډېرو کلونو له پاره موږ په ټول افغانستان کې د ناټو له پوځي ځواکونو سره څنګ په څنګ خدمت وکړ، نن چې افغان حکومت نسکور شوی، موږ له خپلو نړیوالو همکارانو غوښتنه کوو چې موږ داسې یو هېواد ته یوسې چې زموږ له پوهې، تجربو او زده کړو څخه ګټه واخیستل شي.
"اعلی سرقومندان د جګړې پر میدان موږ یواځي پریښودو"
د افغانستان د هوايي ځواک یو انجینر چې مستعار نوم ېې عبدالرحیم دی شکایت کوي چې په پاکستان کې هیڅوک د دوی وضعیت ته پام نه کوي او حتی د ملګرو ملتونو دفتر هم د دوی له راجسټریشن څخه ځکه انکار کړی چې دوی نظاميان دي.
هغه په ځانګړې توګه د نسکور شوي جمهوریت د مشرتابه په اړه شکایت کوي وايي: «د ۲۰۲۱م کال په اګست کې، زه د کابل په هوایي قول اردو کې وم کله چې د کابل د سقوط خبر خپور شو، د اعلی سرقوماندان په ګډون ټولو وزیرانو او وکیلان موږ یواځي پریښودلو او وتښتېدل.»
هغه زیاتوي: «دې کار ګډوډي رامنځته کړه او زموږ یو شمېر همکاران په پوځي الوتکو کې تاجيکستان ته وتښتېدل. زموږ هغه ملګري او همکاران چې هلته یې پناه اخیستې وه، څه موده وروسته د امریکايي همکارانو له خوا انتقال شول، خو موږ له بده مرغه هیر شو او کله راهيسي چې موږ پاکستان ته راغلې یوو، د برخلیک په اړه مو هیڅ خبر نشته.»
عبدالرحيم وويل، چې نه يوازې دوى، بلکې د پخوانيو افغان ځواکونو پاتې خپلوان هم په هېواد کې دننه ګواښل کېږي او شکنجه کېږي: "طالبانو زما پلار او ورور له خپلو استخباراتو او زما په اړه له ځانه سره وړي دي.»
هغه اوه کاله د افغانستان په هوايي ځواک کې دنده ترسره کړې، خو اوس د خپل ځان او د خپلو اولادونو د راتلونکي په اړه اندېښمن دی: «زه له خپلو متحدینو څخه غواړم چې ژر تر ژره د ماشومانو د لېږد، مالي ملاتړ، تعلیم او استوګنې په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.»
حمید د یو بل افغان پلوټ مستعار نوم دی چې د خپلو نورو ملګرو په څیر کډوال شوی هغه د سی-۲۰۸ چورلکي د عملې مشر او همکار پیلوټ په توګه دنده ترسره کوله.
دی وايي په پاکستان کې د افغان پیلوټانو او انجینرانو له ډلې څخه ځینې یې په داسې کارونو بوخت دي چې شاید یوه ورځ یې هم فکر نه وي کړی، خو اوس مجبور دي چې په پاکستان کې د خپلو کورنیو له پاره روزي پیدا کړي.
احمد خالد خوښ دی چې د انګلیسي ژبې د ښې زده کړي له امله یې د افغان کډوالو له پاره د انګلیسي ژبې ښوونځی پرانیستی دی، خو تل اندېښمن دی چې یوه ورځ به د پاکستان د پولیسو له خوا ونیول شي او افغانستان ته به وشړل شي. دا اندېښنه يواځې د ده له پاره نه ده، بلکې د ده د پخواني ملګرو او په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو له پاره ده چې په پاکستان کې يې د اوسېدو قانوني موده پای ته رسېدلې او ويزې يې نه دي تمديد شوي.
د افغان هوايي ځواک یاد پلوټان او انجینران اوس د خپل اصلي ملاتړ کوونکي امریکا متحده ایالاتو څخه د انتقال د اوږدې پروسې په خاطر ناهیلې شوې، خو بلخوا د هیلو سترګې یې اروپايي هیوادونو په ځانګړې توګه د آلمان فدرالي جمهوریت ته دي ځګه دا هیواد د دوې یوشمیر ډیر نور ملګري منلي دي او پناه ېې ورکړی ده.