په افغانستان کي د ښځو لمړنی بې ساری پرواز
۱۳۹۹ اسفند ۱۰, یکشنبهد کابل څخه تر هراته پوري د کام ایر شرکت د ۷۳۷ بویینګ طیارې د دغه پروزا اداره، ۲۲ کلني افغان پيلوټي محدثه میرزايي او ویرونیکا بوریسووا پرغاړه درلوده. د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي دي، چي دا د افغانستان د هوانوردۍ په تاریخ کي لمړنی پرواز دی، چي د ښځو پواسطه تر سره سوی دی. دغي ادارې ویلي دي، چي دغو دوو پیلوټانو او څلورو سټیوردستانو د کابل څخه تر هراته پوري دغه ۸۰ دقیقه اي فاصله په مستقل ډول سره طی کړی او اداره کړې ده.
د کام ایر شرکت ویلي دي، چي دا یو د هغو پروازونو د جملې څخه ؤ، چي هره ورځ تر سره کیږي.
دغه سفر چي د هوايي خدماتو د مشهوره منتقد، جوش کاهیل لخوا هم بدرګه کیده، «بزنس اینسایدر» مجلې ته ویلي، چي دغه سفر بیله کوم مشکل تر سره او ډیر هوسا ؤ. هغه چي د ښځو د نړیوالي ورځي لپاره یو مستند فلم هم جوړوي، غواړي د افغانستان دغه تاریخي واقعه هم په خپل فلم کي په مستند ډول سره شامله کړي. کاهی د دنیا په ډیرو برخو کي اوږده سفرونه کړي دي.
جوش کاهیل دغه ښځینه پيلوټاني ډیري با استعداده بللي او ویلي یې دي چي هغوی د نړۍ د نورو پیلوټانو په ډول ډیر مسلکي عمل کړی دی.