امریکا افغان هوایي ځواک ته څلور جنګي څرخي الوتکې ورکړې
۱۳۹۶ شهریور ۲۸, سهشنبهامریکا متحد ایالات غواړي په راتلونکو کلونو کې افغانستان ته ۱۵۹ بلک هاوک ډوله څرخي الوتکې ورکړي. واشنګټن غواړي په دې سره د افغانستان د هوایي ځواک چې د امنیتي ځواکونو په منځ کې تر ټولو ښې لاس ته راوړنې لري نور هم مجهز کړي.
په افغانستان کې د ناټو پریکړنده ملاتړ ماموریت، ویلي دي: «د افغان هوايي ځواک لومړي UH-17 ډوله الوتکې نن کندهار ته ورسیدې. دغه الوتکې به افغان امنیتي ځواکونه لا پیاوړي کړي».
اوس مهال په افغانستان کې MI-17 ډوله روسۍ الوتکې ډیري کاريږي او څه نا څه نیمایي هوایي عملیات پر مخ وړي.
دغه الوتکې همداراز د جګړې له سیمو څخه ټپیان امنو ځایونو او روغتونو ته لیږدوي. په دې سره هغوی د جګړې په ډګر کې له افغان امنیتي ځواکونو سره ډیره مرسته کوي او د تلفاتو د لوړیدو مخه يې نیسي.
خو دغه الوتکې ډیري زړې شوي دي او ساتنه یې د افغان حکومت له پاره گرانه تمامیږي. اوس نو کابل غواړي په راتلونکو کلونو کې د ټولو زړو روسۍ الوتکې ځای په نوو امریکایي بلک هاوک ډوله الوتکو سره ډک کړي.
د افغانستان د بیارغونې د څار امریکایي ادارې په جولای میاشت کې یو رپوټ خپور کړي چې پکې راغلي ول چې د افغانستان د هوایي ځواک ۴۶ روسي څرخي الوتکې ځکه د استفادې وړ نه دي چې ډیر وخت د ترمیم په حال کې وي.
پر دې سربیره پر پنتاګون باندې هم له ډیر وخت راهیسې سیاسي فشارونه موجود ول چې په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو د پیسو د لګښت څرنګوالی بدل کړي.
د افغان هوایي ځواک پیاوړي کول د ولسمشر اشرف غني، د هغه څلور کلن پلان مهمه برخه ده چې غواړي افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي.
زموږ له ارشيف څخه: