افغان مېرمنې: آلمان دې د افغانانو د رایستلو پروسه چټکه کړي
۱۴۰۱ اسفند ۱۷, چهارشنبهدغې غونډې ته شاوخوا ۲۰۰ افغان مېرمنې چې دا وخت په آلمان او هالند کې د جلاوطنۍ ژوند تيروي، راغلې وې. په دې ارتباط یوه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ (د مارچ ۸مه) خپره شوې او تر ۸۰ ډيرو مېرمنو پکې لاسلیکونه کړي، راغلي دي: «موږ داسې احساس کوو چې غربي هیوادونو راسره خیانت کړی وي.»
دغه افغان مېرمنې وايي چې په افغانستان کې د پاتې افغانانو د رايستلو غوښتنه د دې له پاره کوي تر څو ېې هغوی د طالبانو له رژیم څخه ژغورلي وي.
ورته نور ولولئ:آلمان: ډېر ژر به له افغانستانه په زرونو نور کسان هم انتقال کړو
دوی زیاتوي کومې ژمنې چې د آلمان حکومت د دغو افرادو د ايستلو پروسې د چټکولو او پراخولو له پاره کړي، په اړه ېې تر اوسه ناکافي اقدامات شوي دي.
دوی دغه غوښتنه په برلين کې د مارچ اتمه، د ښځو نړیوالې ورځ په مناسبت ېوې غونډې کې مطرح کړې ده چې د آلمان له مختلفو سيمو او هالند څخه راغلو شاوخوا ۲۰۰ افغان مېرمنو په کې ګډون درولود.
ورته نور ولولئ:پرو ازول: له افغانستان څخه د تخلیې پروسه دې ګړندی شي
د دغې ډلې له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي: «د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان د څو میاشتو په جریان کې د ښځو له پاره د نړۍ په تر ټولو ناوړه هیواد بدل شوی دی.»
په افغانستان کې ښځې او نجونې دا وخت له ناوړه وضعیت سره مخ دي او د تعليم او کار په څير اساسي حقونو څخه محرومې کړل شوي دي. په اعلامیه کې د هغو افغان نجونو او میرمنو د ځانګړې حفاظت غوښتنه هم شوي چې د طالبانو له رژيم وروسته د هیواد پرېښودو ته اړې شوي دي.
د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو راوروسته، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پخواني افغان کارکونکي او د بشري حقونو فعالان له آزار او اذیت سره مخ شوي دي.
ورته نور ولولئ:تر اوسه ۹۳۰۰ افغانان آلمان ته راوستل سوي دي
د آلمان حکومت اعلان کړی چې د یو ځانګړي ماموريت په چوکاټ کې هره میاشت له خطر سره مخ ۱۰۰۰ تنه افغانان کولی شي آلمان ته راشي.
اعلامېې د آلمان حکومت څخه غوښتې چې په دې برخه کې دې خپلې هڅې ګړندۍ او د کورنیو د الحاق له پاره د بشري ويزو پروسه اسانه کړي.
mks/nz(dpa)
پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: