1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د ویزو نه تمدید افغان کډوال له ستونزو سره مخ کړي

۱۴۰۱ دی ۶, سه‌شنبه

پاکستان ويلي ول چې د روان کال د ډسمبر مياشتي په پای کې به هغه افغانان اخراج کړي چې ويزې يې ختمي شوي يا اسناد و نه لري. په دې وروستيو کې پاکستان کې د هغو افغانانو نيولو او زنداني کولو لړۍ چټکه کړې چې قانوني اسناد نه لري.

https://p.dw.com/p/4LRrQ
Bildergalerie Afghanistan - Flucht zu den Landesgrenzen
انځور: Saeed Ali Achakzai/REUTERS

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي چې په دې تړاو يې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي. په پاکستان کې د کډوالو نړیوالې ادارې هم ويلي دي چې افغانان نازک حالت کې دي او نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري. په دې وروستيو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې خو په ځانګړې توګه کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو نيولو ان طالبان هم ظاهراً غبرګون ښودلو ته اړ کړي دي.

د محمد انور په نوم يو افغان کډوال له کراچۍ څخه په پاکستان کې دويچه ويلي ته وويل چې په وروستيو کې د افغانانو نيول او زنداني کېدل د پام وړ ډېر شوي دي: »ډېر هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري، د کندهار سپين بولدک له لارې کوېټې ته او له هغه ځايه بيا کراچۍ ته راځي چې له دې لارې د پاکستان نورو سيمو ته ځي خو د کراچۍ پوليسو يې د نيولو لړۍ چټکه کړې ده .تاسې به هم په سوشل ميډيا کې لېدلي وي چې هغه افغان درې مياشتنى ماشوم هم زندانى شوى چې مور او پلار يې په غيرې قانوني ډول پاکستان ته د راتګ په تور زنداني شوي.«

په ټولنيزو رسنيو کې هم خلکو د پاکستان په دې اقدام نيوکه کړې چې افغانان نيسي او زنداني کوي يې. د ټولنيزو رسنيو کارونکو هغه تصويرونه او ويډيوګانې د اعتراض په ډول خپاره کړي چې ماشومان، ښځې، سپين ږېرې او نور افغانان زنداني شوي او بد وضعيت سره مخ دي.

پاکستان ته کډه شوي افغان هنرمندان

د طالبانو د کډوالو وازرت وياند مفتي عبدالمطلب وايي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې به حل کړي: «په پاکستان کې د افغان کډوالو د نيولو، زنداني کولو او بد چلند په هکله د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني صيب له پاکستاني چارواکو سره خبرې او ناستې پيل کړي، تېره ورځ وزير صيب د پاکستان له سيفران وزير سره خبرې وکړې چې محمود نه يوازې د افغان زندانيانو د ازادولو، بلکې د نورو اسانتياو ژمنه هم وکړه.»د پاکستان له زندانونو ۳۰ افغان بنديان آزاد شوي

په پاکستان کې د کډوالو نړیوالې ادارې یا یو ان اچ سي ار ویاند قیصر اپریدي هم له دويچه ويلي سره په خبرو کې وویل چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې افغانانو ته ځای ورکړی دی.

د اپریدي په خبره لا هم اړتیا ده چې له افغانانو سره همکارۍ ته دوام ورکړل شي: «دا یو ډېر نازک حالت دی، هغه افغانان چې نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري نه شي کولای په پاکستان کې خپل استوګنځی منظم کړي چې دوی د لومړنیو اړتیاو پوره کولو له پاره د ملاتړ نشتوالي سربېره د نیول کېدو، شړلو، بې کوره کېدو خطرونو سره مخامخ دي.»

قیصر اپریدي وویل چې د پاکستان په ګډون د افغانستان له نورو ګاونډیو غوښته کوو، د هغو افغانانو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې د امنیت په لټه کې دي.

د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی وو چې هغه کډوال به ونسي او زنداني به یې کړي چې د ویزې وخت یې پوره شوی وي. په پاکستان کې سلګونه زره داسې افغانان ژوند کوي چې اصلن ویزې نه لري یا یې هم د ویزو  وخت پوره شوی دی.

Afghanistan-Pakistan | Grenze
انځور: Xinhua News Agency/picture alliance/

همت الله همدرد د تېرکال په ډسمبر میاشت کې په یو کلنې ویزې پاکستان ته راغلی او اوس یې د ویزې وخت پوره دی. همدرد پر نړیوالو نیوکه کوي چې د پاکستان حکومت د شوې پریکړې په غبرګون کې غلي ناست دي.په پيښور کې په زرونو افغان ماشومان له زده کړو محروم شوي

هغه له نړیوالو غوښتنه کوي چې د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي چې افغانانو ته د اوسېدو اجازه ورکړي: «د پاکستان ویزه مې په ډېرې سختۍ سره واخیسته خو دا چې یوکلنه وه اوس یې وخت پوره شوی او ډېره هڅه مې وکړه چې تمدید یي کړم خو لا هم نه یم بریالی شوی، که چېرې پاکستان پر خپلې پریکړې کلک ودرېږي، زما په څېر به د بې شمېره افغانانو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ شي.»

د افغان ځانګړو ځواکونو یو قوماندان چې په غیرې قانوني ډول پاکستان ته تللی هم ورته اندېښنه لري.

په مستعار نوم جاوید، دويچه ويلي ته وویل چې د کندهار د سپین بولدک له لارې پاکستان ته راغلی یم، زما له راتګ وروسته څو ځلې په کابل کې طالبان زما کور ته ورغلي او زما د حاضرېدو لارښونه یې کړې ده.

جاوید وای چې په پاکستان کې هم له اقتصادي او روحي پلوه ارام ژوند نه لري، خو بیا هم لږ ځان خوندي احساسوي: «دلته په سبزي منډي کې له یو بل افغان سره مزدوري کوم، تاسې زما لاسونه وګورئ، ټول چاودېدلي، سهار ۴ بجې منډي ته ځم، د ورځې ۸ سوه پاکستانۍ کلدارې راکوي، کله مې چې تېر ژوند ته فکر وکړم له ژونده سخت ناهيلی شم، فکر کوم چې خوب به مې لېدلی وي خو دا خوب نه خلاصېږي.»

هغه زياته کړه: «تاسې به هم خبر یاست چې په افغانستان کې د جمهوريت د دورې بې شمېره سرتیري او افسران په مرموز ډول وژل شوي او دغه لړۍ لا دوام لري. که پاکستان د بې اسناده افغانانو د نیولو او  زنداني کولو لړۍ پيل کړي، هېڅ نه پوهېږم چې دلته زندان که وطن کې مرګ ومنم.»

د شته ستونزو تر څنګ د پاکستان حکومت د هغو افغان کډوالو په مهاجر کارتونو کې د بدلون راوستلو اسانتياوې راوستي چې له وړاندې ورته وېشل شوي او کومه تېروتنه يې لرله.

هغوى چې دغه کارتونه يې نه لرل يا هم تازه راغلي، هغوى ته دغه کارتونه نه وېشل کېږي.

Afghanistan-Pakistan | Grenze
انځور: Jafar Khan/AP Photo/picture alliance

پاکستان ویلي چې د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر میاشتې له ۳۱ مې نېټې وروسته به هغه بهرنیان ونسي او زنداني به یې کړي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. دغه وخت ته څو ورځي پاته دي.

ویل کېږي چې د پاکستان د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو له استازو سره د کډوالو نړیوالې ادارې، د پاکستان پارلمان ځینو غړو او ځينو هغو بنسټونو چې دکډوالو ملاتړي بلل کېږي، غون کړي خو لاهم کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې هڅه کوي له پاکستان سره خبرې وکړي چې د افغانانو ستونزې درک کړي.

P.S