آلمان غواړي سرحدي کنترول وغځوي
۱۴۰۳ دی ۱۱, سهشنبهفیزر د "آوگسبورگر الگماینه" په نوم آلمانۍ رسنۍ ته وویل: «موږ دغه ډول کنترول ته اړتیا لرو، تر هغه وخته چي د اروپايي ټولنې بهرني سرحدونه په ښکاره ډول پیاوړي سي.» هغې د انساني قاچاق د جرمونو پر وړاندي مبارزه کي بریالیتوبونو ته هم اشاره وکړه.
د آلمان د کورنیو چارو وزیري، نانسي فیزر زیاته کړه: «د سرحدي کنترول له لاري چي په اوس وخت کي یې د آلمان په ټولو سرحدونو کي ترسره کوو، شاوخوا ۱۸۰۰ قاچاقچیان نیول سوي دي او څه ناڅه ۴۰ زره کسان له سرحدونو څخه بیرته ستنول سوي دي.»
اړوند:م.م: په نړۍ کې د مهاجرو شمېر ۱۲۲ ملیونو ته پورته شوی
همدارنگه په تیرو دوو کلونو کي داخراجونو شمیر تقریباً تر ۵۰ سلنه زیات سوی دی. فیزر څرگنده کړه چي آلمان په اروپا کي د یوازیني هیواد په توگه «د اول وار له پاره افغانستان ته خطرناک مجرمین استولي دي.« هغې اعلان وکړ: «موږ به دغې پروسې ته ادامه ورکړو.»
د سوریې په اړه د جرمني د کورنیو چارو وزیري وویل:«که په سوريه کي سولې ته هیله مندي په واقعیت بدله سي، بیا نو هغه وخت ډېر مهاجر کولای سي خپلو کورونو ته ستانه سي او هغه کسان چي غواړي بیرته ستانه سي، ملاتړ به يې وسي.»
اړوند:آلماني سوداګر او اتحاديې: سوريايي مهاجرو اقتصاد ته ګټه رسولې، باید پاته شي
د روان کال له سپتمبر میاشتي راهیسي د آلمان په ټولو مځکنیو سرحدونو کي کنترولونه پیل سوي دي. فیزر د سپتمبر میاشتي له ۱۶ نېټې څخه د فرانسې، لوکزامبورگ، بلجیم، ډنمارک او هالنډ په سرحدونو کي کنټرولونه پراخ کړي دي. له پولنډ، چک جمهوریت او سویس سره په سرحدونو کي دغه کنترول د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي په نیمايي کي پیل سوی دی او له ۲۰۱۵م کال راهیسي له اتریش سره په سرحد کي هم سرحدي کنترول موجود دی.
د ۲۰۲۴م کال د اگست مياشتي په پای کي د جرمني په زولینگن کي د چړې له برید وروسته چي له امله یې درې کسان ووژل سول، فیزر دغه سرحدي کنترول د غیرقانوني مهاجرت د محدودولو په هدف، د اسلامپاله ترهگرو ډلو له گواښونو او له سرحدونو څخه دباندي د جنايي سازمانونو سره د مبارزې د هڅو یوه برخه وبلله.