1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړينړیوال

م.م: په نړۍ کې د مهاجرو شمېر ۱۲۲ ملیونو ته پورته شوی

محمد کریم صالح | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۱۰, دوشنبه

په ۲۰۲۴ کال کې په نړۍ کې د مهاجرو شمېر تر ۱۲۲ ميلیونو اوښتی دی. په آلمان کې د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (یو ان اچ سي آر) همکار دفتر د دغه مطلب په خپرولو سره ويلي دي چې تېرکال دغه شمېر ۱۱۷.۷ ميلیونه وو.

https://p.dw.com/p/4og9E
د غزې تړانګې په جبالیا کې مهاجرې له خپلو سیمو د وتلو پر مهال
په ۲۰۲۴ کال کې په نړۍ کې د مهاجرو شمېر تر ۱۲۲ ميلیونو اوښتی دیانځور: Mahmoud Issa/PIN/IMAGO

مهاجرو سره د ملګرو ملتونو د مرستو سازمان (یو ان او- فلوشتلینګس هیلفه) چې مرکز ېې د آلمان په بن ښار کې دی، په ۲۰۲۴م کال کې د مهاجرو دغه شمېر «ټکان ورکوونکی» ښودلی. دغه سازمان هيله مندي ښوولې ده چې د دغو افرادو حفاظت، امنيت او راتلونکې ته رسیدګۍ وشي.

د سازمان مشر، پيتر روهینستروت- باور، په دې تړاو یوه اعلامیه کې ويلي: «دا زموږ ګډه دنده ده چې له دغو خلکو محافظت او راتلونکې ته ېې رسېدګي وکړو.»

ورته نور:ملګري ملتونه وايي تېر کال د کډوالو له پاره خونړی وو

روهین شتروت- باور د نړۍ په سطحه د سوډان یادونه کړې چې د کورنۍ جګړې له کبله ېې تر ټولو ډېر مهاجرتونه درلودلي دي. په سوډان کې کورنۍ جګړه د ۲۰۲۳م کال په اپریل کې پيل شوه چې څه باندې ۱۱ اعشاریه ۸ میلیونه خلک ېې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

هغه همدارنګه په کانګو جمهوریت او میانمار کې د وضعیت یادونه هم کړې چې په نړېواله سطحه ېې د مهاجرتونو د شمېر په لوړېدا کې نقشونه درلودلي دي.

روهین شتروت- باور زیاتوي چې په غزې تړانګه او لبنان کې جګړې او تاوتریخوالی نور لاملونو دي چې له کبله ېې ۱ اعشاریه ۷ ميلیونه وګړي مهاجر شوي دي.

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل