1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

له آلمانه د مهاجرو اخراجونه د پام وړ ډېر شوي دي

۱۴۰۳ آبان ۱۱, جمعه

د آلمان د کورنیو چارو وزارت وایي د روان کال له جنوري تر سپتمبر میاشت پورې شا او خوا ۱۵زره کسان له دغه هېواده اخراج شوي دي. دغه شمېر د تېرکال په پرتله څه باندې ۲۰ سلنه لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/4mUS1
آرشیف - پولیس د آلمان په یوه هوايي ډګر کې افغانستان ته د یو اخراجیدونکی افغان مهاجر الوتکې ته پورته کوي
د آلمان د کورنیو چارو وزارت وایي د روان کال (۲۰۲۴) له جنوري تر سپتمبر میاشت پورې شا او خوا ۱۵زره کسان له دغه هېواده اخراج شوي دي انځور: picture alliance/dpa

له آلمانه د ردشوو مهاجرو اخراجونه د روان مېلادي کال په تيرو نهو میاشتو کې، د تېرکال د همدې مودې په پرتله، ۲۲ سلنه ډېر شوي دي. یوه درخواست ته د آلمان د کورنیو وزارت د ورکړو معلوماتو پر اساس، د روان کال له جنوري تر سپتمبر میاشت پورې، ۱۴زره او ۷۰۶ کسان له آلمانه اخراج شوي دي. د تېرکال په همدې موده کې ۱۲زره او ۴۲ کسان اخراج شوي ول.

په دې ترتیب، د ۲۰۲۳م کال د ۹ میاشتو په پرتله، د روان کال په همدې ۹ میاشتو کې شا او خوا تر ۲۶۰۰ ډېر کسان له دغه هېواده اخراج شوي دي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، ډېر دغه اخراجونه ګرجستان، مقدونیه، اتریش، البانیا او سربستان ته شوي دي.

افغانستان ته اخراجونه

آلمان په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، د لومړي ځل له پاره د روان کال د اګست میاشتې په وروستیو کې په یوه الوتکه کې ۲۸ افغان مجرم مهاجر افغانستان ته اخراج کړل.

د آلمان د کورنيو چارو وزیره، نانسي فیزر
د آلمان د کورنیو چارو وزېرې، نانسي فيزر، په وروستیو کې وويل چې «افغانستان ته به لا ډېر اخراجونه وشي.» انځور: MICHELE TANTUSSI/AFP

د آلمان د کورنیو چارو وزېرې، نانسي فيزر، په وروستیو کې وويل چې «افغانستان ته به لا ډېر اخراجونه وشي.» آلمان دا وخت د دې ارزونه کوي چې څنګه کولی شي د سوریايي مهاجرو اخراجونه هم تنظیم کړي.

د اخراجونو د ډېرېدو خبردرای

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، د اکتوبر میاشتې په منځ کې د ډېرو اخراجونو خبره کړې وه. شولڅ، آلماني ورځپاڼو «شويبشه څایتونګ» او «نوردکوریر» ته ویلي وو: «هغه مهاجر چې بېرته استول کيږي، شمېر ېې لوړيږي. سږکال ۲۰ سلنه لوړ شوی، خو موږ باید دغه شمېر نور هم لوړ کړو.»

د آلمان صدراعظم زیاته کړه: «حکومت سرحدي کنټرول سخت کړی، هغه افراد چې زموږ په هيواد کې د پاتېدو حق نه لري، باید هيواد پرېږدي. په همدې دلیل لا ډېرو اخراجونو ته اړتیا ده.»

(dpa, kna, Reuters) pa/af/mks/nz

له آرشیف څخه: 

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟