اسرائيل د م.م. د فلسطيني کډوالو ادارې فعاليت درولی
۱۴۰۳ آبان ۸, سهشنبهد ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش، وويل د اسرائيل هغه قانون چې په اسرائيل کې به «د فلسطيني کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې فعاليت منع کړي په اشغال شوې سيمه کې به د فلسطيني مهاجرو له پاره ډېر ناوړه پایلې ولري چې دا څه د منلو نه دي.«
ګوتېرش، د يوې اعلامیې په ترڅ کې زياته کړې: «د روانو تحولاتو پر وخت UNRWA د بل هر وخت په پرتله اړينه ده او د بل هر وخت په پرتله یې اوس ځای بل څوک نه شي نيولی.» هغه زياته کړې: «انروا هیڅ بديل نه لري.»
په دې اعلاميه کې زياته شوې: «د دې قوانينو اجرا به د اسرائيل او د فلسطينيانو د کړکيچ حل او په ټوله کې د سيمې امنيت ته زيان رسوونکې وي. لکه ما چې تر مخه وويل انروا اړينه ده.»
ګوتېرش، زياته کړه چې هغه به دا مسله د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۱۹۳ غړيو مخې ته هم وړاندې کړي.
د اسرائيل پارلمان د دوشنبې په ورځ دوه قوانين تصويب کړل چې په جګړه ځپلې غزه تراډه کې د فلسطيني مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې مرستندويه فعاليتونه ګواښي.
دا قوانين د اسرائيل په سيمو کې د دغه ادارې فعاليت او د اسرائيل د ادارو له خوا ورسره پر هر ډول تماس بندیز لګوي او دا به يوه ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي کوي.
دا قوانين چې سملاسي نه عملي کيږي، د ملګرو ملتونو او اسرائيل ترمنځ به اړیکې چې لا تر مخه هم خړې پړې وې، نورې هم خرابې کړي.
د اسرائيل پارلمان د ملګرو ملتونو امنيت شورا او امريکا متحده ايالاتو له خوا پر خبرداريو سربیره په قاطع اکثريت سره دغه قوانين تصويب کړل.
د ملګرو ملتونو دغه اداره په غزې تراډه کې د بشري مرستو د رسولو اصلي سرچينه ده. د اسرائيل دا کړنه یې په غزه کې کار ګواښي ځکه چې سيمې ته د رسېدو له پاره مرستې بايد د اسرائيل له پولو تیرې شي.
د اسرائيل حکومت د فلسطيني مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د مرستې پر دې ادارې پر اسرائيل باندې د اکتوبر د ۷مې نیټې په بريد کې د لاس درلودو تور لګوي او ادعا کوي چې حماس ډلې په دغه اداره کې نفوذ موندلی دی.
حماس وسله واله ډله چې پر اسرائيل باندې د دې بريدونو مسئوليت لري، د اسرائيل، آلمان، امريکا او يو شمیر نورو هېوادونو له خوا د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندی شوې ده.
دا تورونه د دې باعث شوي چې يو شمير بسپنه ورکوونکي هېوادونه چې امريکا، اروپايي ټولنه او آلمان هم پکې شامل دي، انروا ته خپلې مرستې وځنډوي.
ملګرو ملتونو د دې تورونو د پلټلو له پاره داخلي څېړنه کړې وه او د ۲۰۲۴م کال د اګست پر ۵مه نیټه یې په يوه اعلامیه کې وويل چې د انروا ۹ کارکوونکي پر اسرائیل باندې د حماس په بريد کې د ممکنه لاس درلودو له کبله له دندو ګوښه شوي دي.
پر نورو لسو کارکوونکو لګېدلي تورونه ثابت نه شول.
«د اسرائيل بريد لږ تر لږه ۶۰ کسان وژلي»
د لبنان د روغتيا وزارت ویلي دي چې د بقاع درې د بعليک سيمې په بېلا بېلو برخو کې د دوشنبې په ورځ د اسرائيل برید ۶۰ کسان وژلي دي.
د سيمې ګورنر بشير خضر، دا برید تېره میاشت د اسرائيل او حزب الله ترمنځ د جګړې له پېل راهېسې د بريدونو د لړۍ م د يوه «ډېر خونړي» بريد په توګه ياد کړ.
د حزب الله ډله پر اسرائیل باندې د فلسطيني وسله والو له خوا د اکتوبر د ۷مې نیټې د ترهګریز بريد راهېسې چې پر غزه د اسرائيل د پوځي عملياتو باعث شو، خپلو راکټي بريدونو ته زور ورکړی دی.
اسرائيل د حزب الله ډلې چې د امريکا، آلمان او يو شمير سني عربي هېوادونو له خوا د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي شوې ده، د له منځه وړلو هوډ څرګند کړی دی. اروپايي ټولنې بيا د دې ډلې وسله واله څانګه د ترهګریز بنسټ په توګه نومولې.
ب. ص/ ن.ز/ ا. ا (AFP, Reuters, AP)