1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

اسرائیل د هاشم صفي الدین وژنه تائید کړه

۱۴۰۳ آبان ۲, چهارشنبه

اسرائیلو تائید کړه چې د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصرالله احتمالي ځای ناستی هاشم صفی الدین، پردغه ترهګریز سازمان د اسراییلي ځواکونو په برید کې وژل شوی دی.اسرائیلو تر دې مخکې د صفی الدین د وژلو د احتمال خبره کړې وه.

https://p.dw.com/p/4m7Ga
صفی الدین چې د حسن نصرالله د خاله یا ترور زوی و
صفي الدين هغه مهال د حزب الله د عمومي منشي رول لوبولی و چې حسن نصرالله په لبنان کې نه و.انځور: Daniel Carde/ZUMA/picture alliance

د اسرائیلو  پوځ د سې شنبې په ورځ د (اکتوبر ۲۲مه) تایید کړه چې هاشم صفی الدین چې د حزب الله یو تر ټولو جګپوړی او بانفوذه کس دی، په لبنان کې درې اونۍ وړاندې په هوايي برید کې وژل شوی دی.

اسرائیلي چارواکو له دې مخکې د صفی الدین د وژل کېدو د احتمال خبره کړې وه، داسې څیره چې د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصرالله احتمالي ځای ناستی  ګڼل کېده. اوس د صفي الدین وژل کېدل په رسمي ډول د اسرائیلو له خوا تایید شوي دي. د لبنان حزب الله تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.

هاشم صفی الدین د حزب الله د عالي شورا غړی و، چې د دغه سازمان د سیاسي فعالیتونو او پلانونو په اړه د تصمیم نیولو لپاره تر ټولو مهم سیاسي او نظامي کس ګڼل کېده. د حماس ترهګرې ډلې د پخواني مشر حسن نصرالله تر وژل کېدو وروسته داسې انګېرل کېده چې نوموړی به د دغه سازمان مشري پر غاړه واخلي.

آیا له اسرائیل سره د ممکنه جګړې په صورت کې به روسیه د ایران ملاتړ وکړي؟

د اسراييلي چارواکو په وينا صفي الدين هغه مهال د حزب الله د عمومي منشي رول لوبولی و چې حسن نصرالله په لبنان کې نه و او د اسرائيلو پر ضد يې د دغه سازمان د تروريستي بريدونو مشري کوله. صفی الدین چې د حسن نصرالله د خاله یا ترور زوی و، له ایران سره یې نږدې اړیکې درلودې او د دیني زده کړو یوه برخه یې د ایران په قم کې تېره کړې وه.

هاشم صفی الدین د حزب الله د سکرتر جنرال له وژل کېدو یوازې شپږ ورځې وروسته د اسرائیلو د یوه بل برید هدف وګرځید او له هغه وخت راهیسې یې برخلیک نامعلوم وو.

د صفي الدین د وژل کېدو په اړه د اسرائیلي پوځ دا اعلان په داسې حال کې خپرېږي چې د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو شاوخوا درې اونۍ وړاندې د صفي الدین له نوم اخیستلو پرته  اعلان وکړ چې د دغه هېواد پوځ د حسن نصرالله ځای ناستی وژلی دی.

ولې د ایران اتومي پروګرام بیا د توجه وړ ګرځیدلی؟