د اوکراین د بیا رغاونې کنفرانس، زیلنسکي برلین ته ورسید
۱۴۰۳ خرداد ۲۲, سهشنبهد اوکراین د بیا رغاونې کنفرانس د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د جون ۱۱مه) په برلین کې پیلیږي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي چې دآلمان له صدراعظم اولاف شولڅ سره د دغه کنفرانس پرانیستنه کوي، د دوشنبې په ماښام برلین ته رسیدلی دی.
زیلنسکي، د ایکس په شبکه(پخوانی ټویټر) کې برلین ته د ورتگ په هکله د یوه پیغام په خپرولو سره ولیکل چې نن به له شولڅ سره هم وویني. په پام کې ده چی هغه به د سه شنبې په ورځ له ماسپښین وروسته د جرمني په پارلمان کې وینا هم وکړي.
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې، دا دریم ځل دی چې زیلنسکي برلین ته سفر کوي. نوموړي همدارنگه د ایکس په شبکه کی څرگنده کړې: «د روسیې له خوا هوايي بریدونو ته په کتو سره، د اوکراین د انرژۍ د څانگې له پاره د حل لاري پیدا کول به د ټولو لومړیتوبونو په سرکی وي.»
زیلنسکي زیاته کړه چې د آلمان له صدراعظم سره به د نورو تر څنګ د اوکراین د پوځ د هوايي دفاع د پیاوړتیا او د وسلو د ګډ تولید په اړه هم خبرې وکړي. د هغه په خبره دا هم مهمه ده چې په سویس کې د اوکراین د سولې په هکله تر کنفرانس دمخه چی د روانې اونۍ په پای کې جوړیږي، باید د دواړو خواوو دریځ، سره همږغی سي.
د اوکراین د بیا رغاونی کنفرانس به د دوو ورځو له پاره د سیاست، اقتصاد او نړیوالو سازمانانو او بڼسټونو له ډگر څخه د ۲۰۰۰ کسانو په حضور کې جوړ سي. دغه کنفرانس د پیسو او مالي مرستو د راټولو په هدف نه جوړیږي، بلکه هدف یې د هغو عواملو ترمنځ د اړیکو رامنځته کول دي چې کولای سي د اوکراین په بیا رغاونه کی نقش ولوبوي.
روسیې په تیره بیا وروستیو اونیو کې په اوکراین کې د انرژۍ د تأمینولو تاسیسات تر سختو بریدونو لاندې نیولي دي.
په کیف کې د اقتصاد پوهنتون (KSE) په خپلې وروستۍ څیړنه کې د اوکراین پر تاسیساتو باندې د روسیې له خوا د بریدونو په نتیجه کې د زیانونو لگښت تر ۵۶ میلیارده ډالر زیات اټکل کړی دی.
GP/SR/DW.Farsi