اوکراين: روسي ځواکونه خارکيف کې په پرمختګ دي
۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۲, شنبهد څو اونیو راهیسې پر خارکیف د روسیې د احتمالي برید په اړه ګونګوسې روانې وې. اوس د اوکراین د دفاع وزارت خبر ورکړی دی چې د روسیې پوځ د جمعې (د می میاشتې ۱۰ نیټه) په سهار د اوکراین په ختیځ کې د خارکیف پر سیمې ځمکني بریدونه پیل کړي دي.
د دې خبر په اساس روسي ځواکونو پر ووفچانسک ښار برید پیل کړی دی. دغه ښار د خارکیف په شمال ختیځ ۴۰ کیلومترې کې د روسیې سرحد ته نږدې پروت دی.
د اوکراین د دفاع وزارت په خبره، د سیمه ایز وخت مطابق د سهار په پنځو بجو«د زرې موټرو په ملاتړ د روسیې ځمکنیو ځواکونو له دفاعي لیکو څخه د تیریدو له پاره پرمختګ کړی دی»
د دغې سرچینې له خوا د خپرو شوو اطلاعاتو په اساس تر اوسه پورې بریدونه دفع شوي دي، خو په متقاوت شدت سره نښتې روانې دي.
په ورته وخت کې د اوکرایني پوځ د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله روسي ځواکونو «شاوخوا یو کیلومتر د اوکراین په خاوره کې دننه پرمختګ کړی دی».
د خارکیف والي ایهور سینیهوبوف، په تلګرام شبکه کې اعلان کړی دی «د اوکراین وسله والو ځواکونو خپل سنګرونه ساتلي دي. حتی یو متر ځمکه هم له لاسه نه ده وتلې. د خارکیف ښار له پاره هیڅ خطر نه لیدل کیږي.»
خارکیف چې تر یوه میلیون ډیر نفوس لري، د اوکراین تر ټولو دویم لوی ښار دی.
په ورته وخت کې د اوکراین په پوځ کې د څو ناپیژندو سرچینو په حواله، ستریلشه، کرازنه، پیلنه او بوریسیوکا څلور سرحدي کلي روسي ځواکونو نیولي دي. دغه کلي خارکیف ښار ته نږدې موقعیت لري.
زیلنسکي: جګړې شدت موندلی دی
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د دغه هیواد په ختیځ کې د جګړې روان وضعیت «شدید» بللی دی.
نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي دي: «روسیې د یرغلیزو اقداماتو یوه نوې څپه پیل کړې ده. اوکراین له سرتیرو، لواګانو او توپخانو سره د مقابلې په حال کې دی. اوسمهال شدیده جګړه روانه ده.»
زیلنسکي همدارنګه وویل چې ځواکونه یي «د روسیې د بریدونو د په شا تمبولو له پاره تیار دي او په دې حال کې به کیدای شي روسیه په سیمه کې خپل ځواکونه زیات کړي.»
مخکې تر دې د اوکراین ولسمشر د "Suspilne"راډیوي شبکې ته ویلي وو چې د دغه هیواد پوځ «د دې حملې تمه درلوده او پر ړواندې یې خپل غبرګون همغږې کړی دی».
د یو شمیر شنونکو په وینا، دغه بریدونه به، احتمالاً د یوې حایلې سیمې د رامنځته کولو له پاره د روسیې د هڅو پیل وي. مخکې تر دې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ژمنه کړې وه چې د یوې حایلې سیمې یا بفر زون رامنځته کول به د روسیې پر بلګورود او نورو سرحدي سیمو د اوکراین د بریدونو مخه ونیسي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا