پوتين وايي هیڅ ډول ګواښ ته به اجازه ور نه کړي
۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبهد روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، په دوهمه نړيواله جګړه کي پر نازي آلمان د بريا د ورځې په مناسبت چي هر کال د مي پر ۹ لمانځل کيږي، په خپله وينا کې د »بريا د ورځې« ستاينه وکړه. هغه وويل: «د بري ورځ ټول نسلونه سره متحد کوي.» هغه زياته کړه: «موږ په داسې حال کې چې پر خپلو پيړيو پخوانيو دودونو باندې متکي يو، پرمخ حرکت کوو او ډاډه يوو چې په ګډه به د روسیې له پاره يو آزاد او خوندي راتلونکی تضمين کړو.»
څه نا څه ۹ زرو عسکرو په دې مراسمو کې برخه اخیستې وه چې تقريباً زر یې هغه ول چې له ۲۰۲۲م کال راهېسې پر اوکراين باندي د يرغل په ترڅ کې يې دنده ترسره کړې ده.
میزايل، نورې درنې وسلې او د پخوا په پرتله د ټانکونو د پام وړ لږ شمير چې ښايي په اوکراین کې د کاريدو له کبله وي، هم نندارې ته وړاندې شول.
د روسیې هوايي ځواک هم پر مسکو پروازونه وکړل چې د دې مراسمو دودیزه برخه ده او په تېرو څو کلونو کې د خرابې هوا له کبله نه وو ترسره شوي.
د جګړې د پراخولو د خطر تور
پوتين د رسم ګذشت پر وخت عسکرو ته د خپلې وينا په ترڅ کې پر لویدیځ تور ولګاوه چې د اوکراين جګړې ته په خپل غبرګون سره یې د يوې نړيوالې شخړې خطر رامنځته کړی دی.
هغه وويل چې په لوېديځ کې «مغرورو» مشرانو هغه نقش هیر کړی دی چې شوروي اتحاد د دويمې نړيوالې جګړې پر وخت لوبولی وو. نوموړي د لوېدیځ پر مشرانو په ټوله نړۍ کې شخړو ته د لمن وهلو تور ولګاوه.
پوتین د خپل هېواد اتومي وړتياو ته د اشارې کولو د مخه وويل: «روسیه به هر څه وکړي، څو د يوه نړيوال تصادم مخه ونيوله شي، خو موږ به په عين وخت کې هيچا ته زموږ د ګواښلو اجازه ور نه کړو.» هغه زياته کړه: «زموږ ستراتيژيکي ځواکونه تل جګړې ته د تيارسۍ په حال کې دي.»
هغه وويل چې روسیه دمګړۍ د يوه «مشکل او مهم پړاو» څخه تیريږي او دا چې برخليک او راتلونکی یې پر «موږ هر يوه انحصار کوي.»
پوتين پر اوکراين د روسیې د يرغل په ترڅ کې له لویدیځ سره تصادم تل د يوې هر اړخیزې پروسې د برخې په توګه وړاندې کوي چې په ترڅ کې یې لویدیځو هېوادونو د هغه په خبره د شوروي اتحاد له سقوط راهیسې په ختیځه اروپا کې د خپل نفوذ د لمنې په پراخولو سره روسيه پارولې ده.
ولسمشر پوتين چې روانه اونۍ کې د يوې بلې دورې له پاره لوړه وکړه، همدا راز په اوکراين کې پر جګړه بوخت عسکر وستايل او د خپلې وينا په پای کې د هغوی له پاره د يوې دقيقې چوپتيا غوره کولو غوښتنه وکړه.
زيلنسکي له اوکراين څخه دفاع د نازيانو پر ضد مبارزې سره پرتله کوي
د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، په دې منځ کې ويلي دي چې د روسیې په مقابل کې د کیف دفاع په دويمه نړيواله جګړه کې د نازي آلمان پر ضد د جګړې ياد تازه کوي.
نوموړي پخپله ورځنۍ ويډيو وینا کې چې په آنلاين بڼه خپريږي، پر اوکراين د تیرې شپې د بريدونو يادونه وکړه او ویې ويل چې «روسيه په دې ډول» نازیانو ته د ماتې ورکولو کلیزه لمانځي.
هغه وويل: «اتيا کاله وړاندې په ميليونو اوکرينيانو د تل له پاره د نازيسم د ماتولو جګړه وکړه.» زيلنسکي زياته کړه: «خو نن ورځ اوکراينيان يو ځل بيا د بيا زيږيدلي شر پر وړاندې ولاړ دي چې بيرته راستون شوی او غواړي موږ يو ځل بيا تباه کړي.»
د لویدیځ مشران د يوه وخت له پاره د می د نهمې نیټې په مراسمو کې ليدل کیدل لکه څرنګه به چې پوتين د می د اتمې نیټې په مراسمو کې زياتره وخت حاضر وو. خو پر اوکراين د روسیې له يرغل راهېسې اوس داسې څه نه ترسترګو کیږي.
خو د بېلا بېلو هېوادونو مخکښه سياستوال د پنجشنبې ورځې مراسمو کې وليدل شول. دې مراسمو ته سپينې روسیې، قزاقستان، کرغيزستان، تاجيکستان، ترکمنستان، ازبکستان، کيوبا، لاوس او ګيني بساو خپل پلاوي استولي ول.
ب. ص/ ن. ز (آژانسونه)
زموږ له آرشيف څخه: