اوکراین کولی شي پر آلماني وسلو روسيه کې اهداف په نخښه کړي
۱۴۰۳ خرداد ۱۱, جمعهد آلمان د حکومت ویاند، شتيفن هېبشترایت، د جمعې په ورځ وویل چې دغه هېواد اوکراین ته اجازه ورکړې تر څو د آلمان له خوا ورکړل شوو تسلیحاتو څخه په روسيه کې د ځينو پوځي اهدافو پر ضد کار واخلي.
اوکراین په وروستیو اونیو کې خپل ملاتړکونکي تر فشار لاندې راوستي تر څو د دې اجازې ورکړي چې د استول شوو وسلو څخه ېې د روسيې په خاوره کې د روسي ځواکونو پر ضد استفاده وکړي.
د امریکا متحده ایالاتو په ګډون څو نورو هېوادونو په وروستیو کې ورته اقدام کړی او اوکراین ته ېې د خپلو چمتو کړل شوو تسلیحاتو څخه د استفادې اختیار ورکړې دی.
هيبشترایت وويل: «روسیې په وروستیو اونیو کې پر خارکیف باندې خپلې حملې په ځانګړې توګه د روسیې په سرحدي علاقو کې پلان، همغږې او تر سره کړې دي.»
هغه زیاته کړه چې په دې هکله اجماع موجوده ده چې اوکراين د نړېوالو قوانينو پر اساس حق لري چې د دغو حملو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي. هيبشترایت زیاته کړه: «دغه هېواد همدارنګه کولی شي د خپلو نړېوالو حقوقي مکلفیتونو مطابق زموږ له چمتو شوو تسلیحاتو څخه په همدې منظور کار واخلي.»
د نظري لحاظ د آلمان له خوا ورکړل شوي تسلیحاتي سیستمونو، له هغې جملې هویتزر زغروال ۲۰۰۰ او مارس۲ توغندي کولی شي روسيې سره په سرحدي علاقه کې د پوځي اهدافو پر ضد وکارول شي.
ډېرو غربي هېوادونو په ابتدا کې اوکراین ته د خپلو پوځي مرستو د استفادې له پاره شرایط وضع کړل چې د روسيې د پوځي یرغل په مقابل کې ېې د دغه هېواد عملي اقدامات محدودول. دغه شرایط روسیې سره د اختلافاتو د لاډېرېد او په دغه شخړه کې د اوکراین د متحدینو د مستقيمي ښکيلتیا د مخنيوي په خاطر په نظر کې نيول شوي ول.
خو اوکراین په وروستیو کې ادعا وکړه چې روسيه له دغو محدودیتونو څخه سرحد ته نژدې د خپلو ګڼو ځواکونو د حضور په نفع او د اوکراین پر ضد حملو کې استفاده کوي.
د امریکا حکومت د پنجشنبې په ماښام تائيد کړه چې اوکراین ته ېې په محدودو شرایطو کې د امریکايي تسلیحاتو د استفادې اجازه ورکړې چې د روسيې په خاوره کې اهداف پرې په نخښه کړي.
د اوکراین د غربي متحدینو په تصمیم کې دغه بدلون وروسته له هغې رامنځته شو چې متحده ایالاتو، فرانسې، بریتانیا او المان د می میاشتې په سر کې د اوکراین له خوا د غربي وسلو د استفادې په تړاو په لوړه سطحه بحثونه درلودل.
Mks/bs/rsh/af (dpa)
له آرشيف څخه یو انځوریز البوم: