بلېنکن زيلنسکی ته؛ د امريکا پوځي مرسته «پر لار ده»
۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۵, سهشنبهد امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن، د سه شنبې په ورځ په يوه ناڅاپي سفر اوکراين ته تللی. د اوکراين ولسمشر ولوديمير زیلنسکي، نوموړي ته د هرکلي ويلو ترڅنګ له امريکا څخه د «مهمې» پوځي بستې له امله مننه وکړه چې په ترڅ کې به یې اوکراين ته د میلياردو ډالرو امريکايي مرسته ورسيږي.
زيلنسکي د دې په زياتولو سره چې هوايي دفاع د اوکراين يو ستر ضعف دی، بلېنکن ته وويل چې ځواکونه یې د اوکراين د دويم ستر ښار خارکيف د دفاع له پاره سملاسي د هوايي دفاع دوو قطعاتو ته اړتيا لري، ځکه چې شا او خوا ساحه یې د روسیې د تازه بريدونو له کبله تر فشار لاندې ده.
بلېنکن وويل چې يو «ځواکمن، بريالی، سوکاله او آزاد اوکراين د پوتين د ترټلو ښه ممکنه لاره ده» او دا چې متحده ایالات ژمن دي له اوکراين سره مرسته وکړي چې دغه هېواد د وخت په تیريدو سره «په اقتصادي، پوځي او ديموکراتیکه توګه پرخپلو پښو ودريږي.»
بلېنکن وويل چې د امريکا د وسلو بستې يوه برخه اوکراين ته رسېدلې ده او نوره یې د رسېدو په حال کې ده.
نوموړي زياته کړه: «دا [پوځي مرسته] به د روسیې د روان تيري پر وړاندې د جګړې په ډګر کې ریښتنی توپير رامنځته کړي.»
د ووچانسک د نیولو ادعا
د اوکراين پوځ د جګړې د ډګر د وضعيت په اړه په خپل ورځني رپوټ کې ويلي دي چې د اوکراين د شمال ختیځې سيمې خارکيف په ووچانسک ښارګوټي کې وضعيت تر کنترول لاندې دی. خو زياته کړې یې ده چې اوکرايني عسکر د روسیې د درنو هوايي بريدونو له کبله د لوکيانڅي کلي ته څيرمه نویو سنګرونو ته بايد پر شا شوي وای.
دا څرګندونې د تاس خبري آژانس تر هغه رپوټ وروسته شوي دي چې پکې ويل شوي ول چې د مسکو ځواکونو د ووچانسک ښارګوټي لوېديځې او شمالي برخې نيولي دي.
روسیې د می میاشتې له لسمې نیټې راهېسې په خارکيف سيمه کې تازه تهاجمي عمليات پېل کړي دي چې په نتيجه کې د اوکرايني چارواکو په خبره «درنه» جګړه رامنځته شوې او ملکي وګړي تخليه شوي دي. دا عمليات د دې سبب شوي چې سيمې ته اضافي اوکرايني عسکر هم واستول شي.
پوتين په روانه اونۍ کې چين ته ځي
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، به په روانه اونۍ کې د پنجشنبې په ورځ چين ته د دوو ورځو په سفر ولاړ شي. دا خبر دواړو هيوادونو نن، سه شنبه په ډاګه کړی دی.
د پوتين او چين د ولسمشر شي جين پينګ ترمنځ د هغه څه تر مخه چې څلورمې مخامخ خبرې اترې بلل کیږی، د چين د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې دواړه مشران به «د دوه اړخیزو اړیکو په بېلا بېلو برخو کې پر همکارۍ.... او همدا راز د ګډې علاقې پر دوه اړخیزو نړیوالو او سيمه ایزو موضوعاتو بحث وکړي.»
کريملن هم چين ته د پوتين سفر خبر تائيد کړی دی او ويلي یې دي چې دواړه مشران به «د هر اړخیز مشارکت د موضوعاتو پر ټولو بعدونو په مفصل ډول بحث وکړي، د چين او روسیې د عملي مشارکت کليدي ساحې به مشخصې کړي او پر ډېرو مهمو نړيوالو او سيمه ایزو موضوعاتو به نظرونه سره تبادله کړي.»
دا به د روسیې ولسمشرۍ څوکۍ ته د پنځم ځل له پاره تر ټاکل کیدو وروسته د پوتين لومړی بهرنی سفر او د چين او روسیې د ودې په حال کې اړيکو باندې تاکيد وي.
د ۲۰۲۲م کال په فيبرورۍ مياشت کې پر اوکراين باندې د روسیې تر يرغل لږ د مخه روسیې او چين د «غير محدود» مشارکت اعلان وکړ او د دواړو اتومي ځواکونو ترمنځ اقتصادي اړیکي د جګړې له پېل راهېسې پراخې شوي دي.
د چين حکومت په اوکراين کې د روسیې د جګړې په ترڅ کې د بې پريتوب ادعا او د سولې غږ کوي، خو په عين حال کې پر اوکراين د روسیې د تیري له غندلو ډډه هم کوي.
ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, dpa, Reuters)