په سعودي عربستان کې پنځه پاکستانیان اعدام شوي
۱۴۰۲ اسفند ۱۸, جمعهد منځني ختیځ یوې مشهورې ورځپاڼې «ګُلف نیوز» د سعودي عربستان د چارواکو په حواله رپوټ ورکړی دی چې په روانه اونۍ کې پنځو پاکستانیانو ته د مرګ سزا ورکړل شوې ده.
د هغو کسانو چې سرونه یې پرې کړای شوي دي، پر یوې کمپنۍ د هجوم ور وړلو او د شرکت د ساتونکي په وژنې تورن ول.
د رپوټونو په حواله د دغو کسانو د مرګ سزا د سه شنبې په ورځ د مسلمانانو په مقدس ښار مکه کې عملي شوې ده.
په سعودي عربستان کې د قتل او ترهګریزو بریدونو ترڅنګ د نشه یې توکو په قاچاق کې ښکیلو مجرمینو ته د مرګ سزا ورکول کیږي. په دې هیواد کې له دا ډول جرمونو سره تړاو درلودونکو لسګونو کسانو ته د مرګ سزا ورکول کیږي.
پيښه څنګه رامنځته شوې ده؟
ګلف نیوز د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په حواله لیکلي دي «مجرم ګڼل شوو پاکستاني اتباعو پر یوه شخصي شرکت برید کړی وو او په دې ترڅ کې یې د کمپنۍ دوه ساتونکي تړلي، وهلي او ټکولي چې له امله یې یو بنګله دیشی ګارد مړ شوی دی».
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په حواله په دې اړه تر پلټنو وروسته ټول پنځه تورن کسان یوې محکمې ته وړاندې کړای شول چې د محکمې له خوا تر مجرم بلل کیدو وروسته ورته د اعدام یا مرګ سزا واورول شوه.
د ابتدایي محکمې حکم وروسته بیا د استئناف او سترې محکمې له خوا هم تائید شو. بیا د یوه شاهي فرمان په اساس د سه شنبې په ورځ په مکې معظمې ښار کې دغه سزا عملي شوه.
سعودي عربستان د خپلو سختو قوانينو له کبله شهرت لري او عموماً د قتل، ترهګریزو بریدونو او نشه یې توکو قاچاق کوونکو ته د مرګ سزا ورکول کیږي. په دغه هیواد کې هر کال په دا ډول جرایمو کې د ښکیلو لسګونو کسانو سرونه له تنې څخه پرې کيږي.
د بشري حقونو سازمانونه د دا ډول قانوني اقداماتو چې له مخې یې د مرګ په څیر سختې سزا ګانې ورکول کیږي، د ړونتیا او شفافیت په هکله اکثره وختونه اندېښنه څرګندوي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز