په سعودي عربستان کي اعدامونه ډیریږي
۱۴۰۰ مرداد ۱۲, سهشنبهپه سعودي عربستان کي په اعدام محکومولو جزاوي بیرته ډیري سوي دي. لکه څنګه چي د بخښني بین المللي سازمان (امنیسټي انترنیشنل) د یوه رپوټ څخه معلومیږي، په دغه شاهي هیواد کي د همدې کال د جنورۍ څخه تر جولای میاشت پوري حداقل ۴۰ انسانان اعدام سوي دي. دا تر ۲۰۲۰ ټول کال ډیر دي. دا هغه وخت ؤ، چي سعودي عربستان د جي ۲۰ هیوادونو مشري پرغاړه درلوده او په دغه ټول وخت کي بیا ۲۷ تنه اعدام سوي وه.
د بخښني د بین المللي سازمان د منځني ختیځ او شمالي افریقا د رییس مرستیاله، لیون مالوف وايي: «کله چي سعودي عربستان ته د جي ۲۰ هیوادونو توجه لږ راکمه سوه، د دغه هیواد چارواکو د خلګو ظالمانه تعقیب بیرته له سره پیل کړ.»
د دغه سازمان په حواله «ډیری انسانان دغیر عادلانه او غلطو پروسو» له لارې د بند په سزا او حتی د اعدام په جزا محکوم سوي دي. داسي چي د شکنجې پواسطه د هغوی څخه «اقرار» هم اخیستل سوی دی.
د بشرد حقوقو فعالین تر تعقیب لاندي دي
امنیسټي انترنیشنل وايي، چي د نورو تر څنګ په انترنیت کي د طنزي لیکونکو او بشر د حقوقو د فعالینو جزاوي بیرته ډیریږي او په اوږده حبس محکومیږي. د محبس څخه تر خلاصیدو وروسته پر اکثرو باندي د سفر کولو بندیز هم لګول کیږي.
د امنیسټي انترنیشنل په حواله د جي ۲۰ هیوادونو ریاست، چي سعودي عربستان د ۲۰۱۹ م کال د ډسمبر څخه د ۱۲ میاشتو دپاره پرغاړه درلودی، د فعالینو د سرکوبه کولو فقط یوه « لنډه دمه» وه. د دغه سازمان د معلوماتو پراساس اوس په دغه هیواد کي د بشر د حقوقو د فعالیتونو او یا ازاد بیان د ابرازولو په دلیل حداقل ۳۹ کسان بندیان دي.
سعودي عربستان د هغو هیوادو له جملې څخه دی، چي تر ټولو ډیر اعدامونه پکښي تر سره کیږي. د امنیسټي انترنیشنل د پلټنو پر اساس په ۲۰۱۹ م کال کي ۱۸۴ کسان اعدام شوي، چي د ځینو دغه جزا په عام محضر کې عملي شوې.