د بخښنې نړیوال سازمان: سعودي سږ کال ۱۰۰ کسان عدام کړي
۱۴۰۲ شهریور ۱۹, یکشنبهد بشري حقونو امینسټي د راپور له مخې په ۲۰۲۳ کال کې سعودي څه د پاسه ۱۰۰ کسان اعدام کړې دي.
د بشري حقونو فعالانو د جمعې پر ورځ د یوې خبرپاڼي د خپرولو سره ویلې چې دوی ډیری داسي موارد مستند کړي چې له مخې یې خلک پر خواله رسنیو له لیکلو او د مخدره توکو په جرایمو کې د ښکیلیدو له وجې محاکمه شوي.
دغه فعالان وایې چې یادې محاکمو کې نړیوال بشري ستندردونه ندي مراعات شوي.
د مخالفینو په وړاندې تاوتریخوالی
د اګست په میاشت کې، محمد بن ناصر الغامدي، یو متقاعد استاد، په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د فعالیتونو له امله په اعدام محکوم شو. هغه "د دین سره خیانت، د ټولنې امنیت ګډوډولو او د حکومت پر ضد د دسیسه جوړولو په تور" نیول شوی وو.
دا اعدامونه په پراخه کچه د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د هڅو د یوې برخې په توګه لیدل کیږي څو د سلطنتي نظام مخالف غږونه له منځه یوسي.
ولیعهد سلمان چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د سعودي عربستان د مطلق شاهي نظام د اصلي واکمن په توګه پیژندل شوی، هڅه کوي چې په نړیواله کچه د خپل هیواد شهرت پیاوړی کړي او خپل ځان عصري نړۍ ته مدرن واکمن وښیي.
محمد بن سلمان ژمنه کړې چې د تاوتريخوالي پرته تر سره شوو جرمونو پورې اړوند اعدامونه به پای ته ورسوي، په داسې حال کې چې د هغه د واکمنۍ پرمهال د کلني اعدامونو شمیر نږدې دوه چنده شوی دی.