پاکستان: په دوو جلا ترافیکي پيښو کې ۳۴ تنه وژل شوي
۱۴۰۳ شهریور ۴, یکشنبهد رپوټونو په حواله د پنجاب ایالت او د پاکستان تر کنترول لاندې د کشمیر په سرحدي سیمه آزاد پټن کې یو بس په ژوره کنده کې لویدلی دی. د ژغورونکې عملې په حواله تر اوسه پورې د ۲۲ کسانو مړينه تائیده شوې ده چې یو ماشوم، ۱۵ سړي او ۶ ښځې په کې شامل دي.
په یوه بله پيښه کې د بلوچستان پر مکران کوسټل لویه لاره یو بس له کنتروله وتلی او کندې ته غورځیدلی دی.په دې پيښه کې ۱۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ویل شوي چې دغه بس زیارت کوونکي ایران ته وړل، خو ایران ورته اجازه نه ده ورکړې او بیرته د ستنیدو پر مهال دغه پيښه رامنځته شوې ده.
سیمه ایز پولیس افسر اسلم بنګل زئي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د کوسټل لویې لارې(های وی) دغه برخه ډیر خطرناک موړونه یا کوتلونه لري.
دغه پيښه د ایران له سرحدي سیمې پشین څخه ۵۰۰ کیلومتره او د پاکستان له اوتهل څخه نږدې ۱۰۰ کیلومتره لیري غریزه سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ګوادر ولسوالۍ یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي حمود الرحمن وویل چې دغه بس زیارت کوونکي ایران ته وړل، خو په سفري اسنادو کې د ستونزو له پاره بیرته را ګرځول شوې و.
د یادونې وړ ده چې په ایران کې د شعیه زیات کوونکو د بس چپه کیدو پيښه کې د وژل شوو ۲۸ کسانو مړي د شنبې په ورځ پاکستان ته سپارل شوي وو.
د سه شنبې په شپه د زیارت کوونکو لیږدونکي دې بس د ایران په یزد ولایت کې تر چپه کیدو وروسته اور اخیستی و. په دې بس کې د سپرو ۵۱ پاکستاني زیارت کوونکو له ډلې څخه ۲۸ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و. ا