پاکستان؛ ټرافیکي پېښه کې ۱۷ کسان مړه او لسګونه ټپيان دي
۱۴۰۳ فروردین ۲۳, پنجشنبهد فرانسې خبري اژانس د پنجشنبې پر ورځ (د ۲۰۲۴ کال د اپريل ۱۱ نېټه) د پاکستاني چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې دغه کسان هغه مهال مړه او ژوبل شول، چې کله د پاکستان سویل لویدیځ کې یوه زیارت ته په لارۍ موټر کې روان وو.
د بلوچستان ولایت د کمیسار مرستیال منیر احمد د دغې پېښې د قربانیانو د شمېر په تړاو معلوماتو ورکولو سربېره د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د بلوچستان په حب سیمه کې شوې ده. هغه زیاته کړې:«هغه لارۍ چې دغه کسان پکې سپاره وو، ډېره تېزه روانه وه او په یوې ګولايي کې د چلوونکي له کنټروله بهر شوې او چپه شوې ده.»
د حب د سیمهییز روغتون مرستیال شوکت جالباني هم د ۱۷ کسانو مړینه تایید کړې او ویلي یې دي، چې د پېښې ډېر شمېر ټپیان د ښې درملنې په موخه یادې سیمې ته نیږدې کراچۍ ښار ته لېږدول شوي دي.
پاکستان کې د خوندیتوب د امکاناتو د کمښت، د موټر چلوونکو د بشپړې روزنې لږوالی او د مناسبو زیربناو د نشتوالي له امله دا شان ډېرې ټرافیکي پېښې کېږي. د تېر کال جنورۍ میاشت کې هم بلوچستان ایالت کې ۴۱ کسان هغه مهال په یوې ټرافیکي پېښه کې مړه شول، چې لېږدوونکي موټر یې، چې د اور اخستونکو تېلو بوشکې هم پکې بار وې، یوې درې ته ولوېد او اور یې واخست.
(AFP) / si, af,od