د بس ټکر کې عراق ته تلونکي ۲۸ پاکستاني زیارت کونکي وژل شوي
۱۴۰۳ مرداد ۳۱, چهارشنبهد ایران د ایرنا دولتی خبري آژانس په حواله، د محمد علی ملکزاده، په نوم يوه چاروکي وویل چې دغه ترافيکي پېښه د سه شنبې په ماښام د ایران په مرکزي ایالت یزد کې رامنځ ته شوې ده.
ملک زاده زیاته کړه چې په پېښه کې ۲۳ نور کسان ټپیان شوي هم دي چې په هغو کې د ۱۴ کسانو ټپونه ژور دي. د هغه په خبره چې په بس کې سپاره ټول کسان د پاکستان دي.
دغه بس چې ۵۱ مساپر پکې سپاره ول، د پلازمېنې تهران جنوب شرق ته په ۵۰۰ کیلومترۍ کې پروت تفت ښار څخه د باندې ټکر شوی دی.
د ایران دولتي تلویزیون تر پېښې وروسته د پېښې انځورونه خپاره کړل چې ښيي بس پر لويه لاره کې پړمخ لوېدلی، چت ېې تخریب او ټولې دروازې ېې خلاصې دی. ژغورونکي هم ښودل کيږي چې د بس په ويجاړیو او د ماتو ښيښو په منځ کې لاس په کار شوي دي.
ملک زاده د ایران دولتي تلویزیون ته وويل چې پېښه د بس د بریک کار پرېښودو او د هغه د چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله رامنځ ته شوې ده.
په پاکستان کې رسنیو د شیعه ګانو د یو ځايي مشر، قمر عباس له قوله خبر ورکړی چې په دغه ترافيکي پېښه کې تر ۳۵ ډېر کسان مړه شوي دي.
زیاته شوې چې دغه زیارت کوونکي د اربعین مذهبي مراسمو کې د ګډون له پاره عراق ته پر لار ول.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پر پېښه خپل خفګان ښودلی: داخله وزیر محسن نقوي ويلي: «موږ په ایران کې د بس په ټکر کې چې انسانانو پکې خپل قيمتي ځانونه له لاسه ورکړي په ژوره توګه خواشيني یو.»
ایران د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې د ترافيکو د خونديتوب ضعیف ريکارډ لري. د اسوشتید پریس د رپوټ له مخې، په دغه هېواد کې هر کال په ترافيکي پېښو کې شاوخوا ۱۷۰۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
(AP)mks/nz