1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د پوځ په مرسته د پیسو د تبادلې د تور بازار تړل

۱۴۰۲ شهریور ۲۴, جمعه

په پاکستان کي ترمخه هم په غیري قانوني ډول د باندنیو اسعارو د بدلولو پر وړاندي ګامونه اخیستل سوي ول، خو مافیا له یوڅو ورځو چوپتیا وروسته بیرته فعاله سوې ده، ایا په دې اړه به دا ځل پورته سوي ګامونه ګټور وي؟

https://p.dw.com/p/4WNWb
Symbolbild I Pakistan China
انځور: Muhammed Semih Ugurlu/AA/picture alliance

په پاکستان کي ترمخه هم په غیري قانوني ډول د باندنیو اسعارو د بدلولو پر وړاندي ګامونه اخیستل سوي ول، خو دا مافیا د يو څه مودې تر چوپتيا وروسته بیرته فعاليږي، ایا په دې اړه به دا ځل پورته سوي ګامونه ګټور وي؟

په کراچي، پېښور او نورو ښارونو کي دغیري قانوني صرافیو په تړلو سرهد پاکستانۍ روپۍ ارزښت ټینګ سوی دی. پر ځینو دغسي صرافیو باندي د عملیاتو پر مهال یو شمیر پوځیانو هم ونډه اخیستې ده.د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت نور هم ټيټ شوی

په پېښور، کراچي او د پاکستان په نورو  ښارونو کي د غیري قانوني صرافیو له بندولو سره سم د ډالر د لوړېدو مخه هم نیول سوې ده، له دې ګام اخیستلو وروسته د پاکستان مرکزي بانک د ډالر لپاره نوی نرخ ۲۹۸ ټاکلی دی. 

رویټرزخبري اژانس د یوشمیر صرافانو له خولې لیکلي، چي د یادو عملیاتو له پيل څخه ترمخه یوشمیر هغه کسان، چي قانوني جواز يې نه درلود خبر کړل سوي ول، نو همدا سبب و، چي په دې تور بازار کي شاملو کسانو د عملیاتو پرمهال خپلي صرافۍ تړلې او ځانونه يې غلي کړي ول.

Pakistans Importe bedroht, da die Devisenreserven ein Achtjahrestief erreichten
انځور: Rizwan Tabassum/AFP

داسي اندېښنه ده، چي غیري قانوني صرافۍ به تر یو څو ورځو بندېدووروسته یوار بیا لاس په کار سي.

د يادولو وړ ده، چي حکومت د باندنیو اسعارو د غیري قانوني تبادلې په وړاندي ترمخه هم دا ډول بندیزونه لګولي، مګر له عملیاتو څو ورځي وروسته غیری قانوني صرافۍ بیا په تور بازار کي فعاله سوي ، نو اوس دا اندېښنه ده، چي هغه کار به یوار بیا تکرار سي.

په پاکستان کي د صرافانو د ټولني مشر ملک بوستان وايي، مخکي ډېرو لږ وکسانو په قانوني ډول صرافي کوله. نوموړی زیاتوي که دا کار قانوني بڼه غوره نه کړي، نو دولت ته به يې د ډالر د ارزښتپه لوړېدو اود روپۍ دارزښت په راکښته کیدو سره تاوان ورسیږي.

د بوستان په قول: « موږ ته رانیوونکي چندان نه راځي، نوي سلنه خلک په تور بازار کی له فعالو صرافیو سره اړیکي نیسي.» نوموړی له خپلو نورو ملګرو سره په یوه خوله د پاکستان له پوځي مشر عاصم منیر څخه غوښتي ول، ترڅو په دې غیري قانوني کار کي د لاس لرونکو کسانو پر وړاندي عملي ګامونه واخلي، د ملک په خبره د پوځ مشر يې ږغ واوریدی او دا برياليتوب د هغه له برکته دی.