د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت نور هم ټيټ شوی
۱۳۹۸ تیر ۶, پنجشنبهيوه مياشت مخکې د پېسو له نړيوال صندوق سره د شپږ ميلياردو ډالرو د پور له يوه تړون راهيسې د پاکستان پولې واحد په دومداره توگه خپل ارزښت له لاسه ورکوي. د چهار شنبې په ورځ د بانکو په منځ کې د اسعارو د تبادلې په بازار کې د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ کلدارې بيه ۱۶۱،۹۴ ته رسېدلې وه.
د سه شنبې په ورځ بيا د يوه ډالر بيه ۱۵۶،۹۷ پاکستانۍ روپۍ وه. د اسعارو د تبادله کوونکو په حواله په آزاد بازار کې بيا د يو ډالرو په ۱۶۲،۵۰ روپو پلورل کيده.
د ۲۰۱۷م کال د دسمبر مياشتې راهيسې پاکستانۍ روپو تر ۵۰ سلنه زيات ارزښت له لاسه ورکړی دی چې د انفلاسيون او د بيو د لوړيدو له کبله پر حکومت د خلکو له خوا د فشار سبب گرځي.
د پېسو نړيوال صندوق تړون، چې لا بايد وارزول شي، د پاکستانۍ روپۍ له پاره د «بازار له خوا ټاکل شوی نرخ» په نظر کې لري. مخکې به دغه کار د پاکستان د مرکزي بانک له خوا ترسره کيده.
د پاکستان دولتي بانک چې تېره مياشت یې د سود کچه تر ۱۲،۲۵ سلنه لوړه کړې وه، ويلي چې د اسعارو د تبادلې بازارونه له نزدې څاري او د «ناڅاپي بې ثباتۍ» په صورت کې به غبرگون وښيي.
د پاکستان د دولتي بانک نوي مشر رضا باقر د روانې جون مياشتې پر ۱۷ نيټه په خپل لومړي خبري کنفرانس کې د روپۍ د انعطاف پدیزه نرخ د ټاکلو خبره رد کړه او د يو لړ اصلاحاتو يادونه یې وکړه چې له لارې به یې د هېواد اقتصادي بې ثباتي پای ته ورسیږي.
bs/ms (Reuters)