د شهزاده صرافي سرای بیرته فعاله سو
۱۴۰۰ شهریور ۱۳, شنبهکابل ته د طالبانو د ورداخلیدو او د معاملاتو په برخه کي د مشکلاتو تر رامنځته کیدو وروسته د افغانستان بانک نن شنبه(د سپټمبر میاشتي څلرمه)اعلان وکړ، چي د پیسو د تبادلې تر ټولو لوی مرکز، یعني د شهزاده صرافي مارکیټ تر دوو اونیو تړل کیدو وروسته بیرته په فعالیت شروع کړې ده.
د افغانستان بانک په یوه اطلاعیه کي راغلي دي، چي د دغه بانک د رهبرۍ هییت د اسعارو د تبادلې په لارکي د اسانتیاوو پخاطر د شهزاده سرای د رهبرۍ او یو تعداد صرافانو سره د یوې جلسې پرمهال فیصله وکړه، چي دغه مارکیټ دي د نن ورځي څخه خپل فعالیت شروع کړي.
په اطلاعیه کي راغلي دي، چي خلګ کولای سي د پخوا په ډول د پیسو د تبادلې پخاطر دغه مرکز ته ولاړ سي او ټول کارونه به په عادي ډول سره جریان پیدا کړي.
د وسترن اونیون او ماني ګرام شرکتونو هم لږ وخت دمخه اعلان کړی ؤ، چي خپل د پیسو ا نتقالات او پولي خدمات یې د سپتمبر د دوهمی څخه بیرته شروع کړي دي. د هغوی فعالیتونه هم کابل ته د طالبانو تر ورننوتو وروسته متوقف سوي وه.