1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۱۹ سلنه زیاتوالی راغلی

۱۴۰۳ آبان ۱۶, چهارشنبه

ملګرو ملتونو ویلې دي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د کوکنارو پر کښت د بندیز سربیره، سږ کال د کوکنارو په کښت کې ۱۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

https://p.dw.com/p/4mh5C
افغانستان کلونه کلونه په نړۍ کې د تریاکو او هیروینو تر ټولو ستر تولیدوونکی هېواد و.
افغانستان کلونه کلونه په نړۍ کې د تریاکو او هیروینو تر ټولو ستر تولیدوونکی هېواد و.انځور: JAVED TANVEER/AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) نوې سروې ښيي چې اوس مهال په افغانستان کې پر ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي،  چیرې چې د دغه هیواد ۸۰ سلنه وګړي په کرهڼه اتکا کوي.

د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره توکو سره د مبارزې اداره وایې چې د تیر کال په پرتله سږ ۱۹ سلنه زیاتوالی پر ۲۳۲۰۰۰ هکتاره  ځمکه د هغه کښت په پرتله کم دی چې د طالبانو مشر د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د کوکنارو پر کښت کولو بندیز لګولی وو.

چې د کوکنارو د کښت مرکز هم بدل شوی او اوس د افغانستان په سویل کې چې د طالبانو پاخه مرکزونه بلل کیږي، پر ځای په شمال ختیځو ولایتونو کې کرل کیږي.

د روان کال په مې میاشت کې په بدخشان ولایت کې د کروندګرو او د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو لپاره د لېږل شویو ځواکونو ترمنځ نښتې وشوې چې په پایله کې یې ګڼ شمېر کسان ووژل شول.

د کوکنارو پر کښت بندیز د تریاکو او هیرویینو د بیو د لوړیدو سبب هم شو. افغانستان کلونه کلونه په نړۍ کې د تریاکو او هیروینو تر ټولو ستر تولیدوونکی هېواد و.

افغان بزګران د کوکنارو د بديلو فصلونو له لږ عايد سر ټکوي

په افغانستان کې چې د نړۍ یو له بې وزلو هیوادو څخه دی ډیری بزګران د کوکنارو پر کښت د بندیز له کبله له مالي لحاظه سخت زیانمن شوي او نه دي توانیدلي چې د کوکنارو د بدیلو حاصلاتو څخه ورته ګټه ترلاسه کړي.

د کړکیچ نړیوالې ډلې (ICG) په وینا، قانوني محصولات هم یوازې یو لنډمهاله حل دی. دغه اداره ډله وایي چې له دې کبله باید تمرکز په غیر زراعتي صنایعو کې د کارونو موندلو ته واړول شي.

د نشه یي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو ادراې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د کروندګرو له پاره د بدیل معیشت ته د لیږد لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې، دغه ډول غوښتنه د طالبانو اداره هم کوي.

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو د کنټرول ادارې (UNODC) اجرائیوي رییس غدا ولې په اعلامیه کې ویلي: «په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت لا هم کم دی، موږ دا فرصت او مسوولیت لرو چې د افغان بزګرانو ملاتړ وکړو چې د غیر قانوني بازارونو څخه پرته د عاید پایداره سرچینې رامنځته کړي.»