1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: د مخدره موادو ممنوعیت افغان کرونګر اغېزمن کړي

۱۴۰۳ شهریور ۲۲, پنجشنبه

د بحران نړېوالې ډلې په خپل یو رپوټ کې ويلي دي چې د کوکنارو د کښت د مخنیوي په برخه کې د طالبانو مبارزه بریالۍ ده، خو د کروندګرو له پاره ېې جدي اقتصادي عواقب درلودلي دي.

https://p.dw.com/p/4kXVq
آرشیف - طالبان د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د کوکنارو د کرکېلې ضد کمپاین کې
د بحران نړېوالې ډلې ويلي دي چې د کوکنارو د کښت پر ضد د طالبانو مبارزه بریالۍ ده، خو کروندګرو ته ېې جدي اقتصادي عواقب درلودليانځور: Abdul Khaliq/AP Photo/picture alliance

د بحران نړېوالې ډلې د پنجشنبې په ورځ په یوه رپوټ کې ويلي دي چې د طالبانو له خوا د کوکنارو د کښت نامتناسب ممنوعیت، بې وزله کارګر او کليوالي ښځې چې تر ډېره پر کرهڼې متکي دي، اغیزمنې کړي دي.

طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو راهیسې په دې برخه کې له مختلفو تکتيکونو استفاده کړې ده، چې پکې پر مخدره موادو د روږدو کسانو راټولول، د کوکنارو د کښت له منځه وړل او د مخدره موادو بازارونه د تړلو په څېر موارد شامل دي.

په بروکسل کې مستقر د دغه څېړنيز مرکز په رپوټ کې راغلي دي، چې که څه هم د افغانستان ډېر کروندګر د کوکنارو د ممنوعیت په دلیل په سخت وضعیت کې واقع شوي، خو د مخدره موادو شتمن کاروباریان د مخدره موادو د بيو په لوړېدو سره په خپلو زیرمو کې له ساتلو مخدره موادو ګټه اخلي.

د بحران نړېوالې ډلې ويلي چې کومو افغان کروندګرو چې بدیلو کښتونو ته ېې مخه کړې، د هغو د حاصلاتو له ټيټو بیو رنځ وړي.

د بحران په ډله کې د افغانستان د چارو شنونکی، ابراهیم باهیس، د خلکو د بيځایه کېدو او مهاجرتونو د مخنیوي له پاره د بدیلو اقتصادي فرصتونو پر برابرولو ټيڼګار کوي.

باهیس د افغانانو او نړېوالې ټولنې ترمنځ د ګډ طرزالعمل غوښتونکی شوی او زياته کړې يې ده چې طالبان دي د کوکنارو د کښت په ممنوعیت کې یو تدريجي طرزالعمل او له بېوزله کروندګرو سره نرم چلند ولري.

د طالبانو د رئيس الوزرا مرستیال مولوی عبدالکبیر، تېره اوونۍ په کابل کې وويل چې په افغانستان کې د مخدره موادو کرکېله په دغه هېواد کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي حضور په جریان کې زیاته شوې وه.

له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې د تېرکال په نومبر کې رپوټ ورکړ چې په افغانستان کې د مخدره موادو د کرکېلې کچه د ممنوعیت تر اعلان وروسته ۹۵ سلنه راټيټه شوې ده.

 (dpa)af/pa/mks/nz/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل