طالبانو د کوکنارو د کروندو د لمنځه وړلو خبر ورکړی دی
۱۴۰۲ فروردین ۱۷, پنجشنبهد طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وویل چې د مخدره موادو پر ضد پولیسو له خوا د ټول هیواد په کچه د کوکنارو د کروندو د لمنځه وړلو عملیات پيل شوي دي.
د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخندزاده د تیر کال په اپریل کې د یوه فرمان په ترڅ کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ، په داسې حال کې چې په هغه کال کې د کوکنارو د کروندو حاصلات له دې فرمان څخه مستثنا ول.
طالبانو سونه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړولي
د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو پر ضد مبارزې ادارې د شمیرو له مخې په ۲۰۲۲م کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۲ سلنه زیات شوی دی.
په داسې حال کې چې دغه هیواد د لسیزو جګړو، وچکالۍ او لوږې څخه رنځ وړي، ډېر بزګران د کوکنارو کښت د خپل ورځني ژوند د لګښتونو پوره کولو له پاره ضروري ګڼي.
طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې یو وار بیا واک ته تر رسیدو وروسته له مخدره موادو سره د مبارزې کمپاین پيل کړ چې په پراخه کچه په تیرو دوو لسیزو کې له پامه غورځول شوی و.
د طالبانو له خوا د کابل په پل سوخته کې د سلګونو معتاده ځوانانو راټول په پراخه توګه وستایل شول، هغه ځای چې د ډېرو روږدو کسانو د ژوند کولو له کبله بدنامه و.
طالبانو د کوکنارو له منځه وړولو کمپاين پېل کړی دی
تاریاک د هیروینو د تولید له پاره مهم مواد دي او په ورته وخت کې د طبي درملو په جوړونه کې هم ترې کار اخیستل کیږي. افغانستان په نړۍ کې د نشه یې توکو د تور بازار له پاره ستر منبع دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز