طالبانو سونه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړولي
۱۴۰۲ فروردین ۲, چهارشنبهد خبرپاڼي له مخي، دغه کروندي په تېرو دريو ورځو کي د بادغیس ولایت د تګاب علم ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کي د طالب چارواکو په حضور کې ویجاړ سوي دي.
اړوند: په افغانستان کي د کوکنارو ځای يوه بل بوټي نيولی؟
په دې اړه د بادغیس ولایت یو تن اوسیدونکي معصوم دویچه ویله ته وویل چې دا کروندې د بنګواو کوکنارو وې، چي د طالبانو لخوا له منځه یوړل سوې.
نوموړی زیاتوی:«طالبان چي هر څه یې په لاس کې ول، له هغې سره یې پر کروندو هجوم ور وړی او له منځه يې وړي، خو هغوی يې د بدل کښت لپاره څه نه لري، خلک د مجبورۍ له لاسه مخدره مواد کري.»
اړوند:طالبان وايي د کوکنارو کرنه يې بنده کړې ده
په بادغیس ولایت کي داسي مهال د کوکنارو د کروندو د ویجاړېدو خبر ورکول کیږي، چي په دې وروستیو کي د طالبانو مشر تازه په یو فرمان کي په ټول افغانستان کي د بنګو یا چرس پر کښت او کروندو بندیز لګولی دی.
ددغه فرمان پر بنسټ:«د طالبانو مسؤلان مکلف دي، چي د بنګو کښت او کروندې ویجاړي کړي او سرغړونکي له شریعت سره سم د مجازاتو لپاره محاکمو ته وسپاري.»
اړوند: طالبانو د کوکنارو له منځه وړولو کمپاين پېل کړی دی
د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي طالبانو د کوکنارو کښت او کروندې منع کړي وې، خو د راپورونو له مخي بیا هم د افغانستان په ځینو سیمو کي کوکنار کرل کیږي.
ژباړه: محمدابراهیم سپېڅلی