په افغانستان کي د کوکنارو ځای يوه بل بوټي نيولی؟
۱۴۰۱ مهر ۲۱, پنجشنبهد هلمند ولایت اوسیدونکې وایې له هغه وخت راهيسي چي طالبانو د کوکنارو او بنګو کرکيله منع اعلان کړې، هغو کسانو چي د نشه يي موادو د جوړولو کارخانې لري د «اومان» په نوم یو غرنی بوټی چې د افغانستان په ځينو ولايتونو کي موندل کيږي کشف کړی او کاروبار يې پيل کړی دی. دغه بوټی تر پروسس وروسته په نشه يي موادو کي کاريږي.
د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکی محیب الله، چې د همدي بوټو د پروسس کارخانه لري دویچه ویله ته وویل چي د کوکنارو د کرکیلې تر بندیدو وروسته اوس دوی له غرونو او بيدياوو څخه د «اومان» په نوم بوټی راوړي چي په مخدره توکو کي ترې کار اخيستل کيږي او ډېره ګټه کوي.
ملګري ملتونه: په افغانستان او نړۍ کې د مخدرو توکو تولید ډیر شوی
هغه وویل:«د هلمند هر اوسیدونکی اوس په دې کار اخته دی، که لس زره ډالره پري ولګوي دوې میاشتې وروسته به درته شل زره ډالره جوړي کړي.»
هغه زياته کړه: «د دي بوتي په منځ کي یو قسم مواد سته چي خلک ترې پوډر جوړوي او دا بيا په هيرويينو ګډيږي. مخکې خلکو په هیرویینو کې پیناډول سې ایف ګولې کارولې، خو اوس له همدي څخه کار اخلې. دغه مواد اوس ایران ته ډېر روان دې.»
محيب الله وويل چي د دې بوتي د پروسس کار ډېر اسانه دی، یوه د اوړو ژرنده، لس بیلره او یو لوی لوښی غواړي چې اوبه پکې ګرمې سي او هر څوک چي د دې کار وکړي د میاشتې تر ۵۰ لکه پاکستانیو کلدارو پورې پیدا کولای سې.
د روزګان ولايت د ګېزاب او خاص روزګان ولسواليو ځيني اوسېدونکي وايي چي د دغو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي د ورځي د مزدورۍ په ډول نيول سوي، څو له غرونو څخه «اومان» بوتی راټول کړي.
د روزګان اوسیدونکې محمد سید دویچه ویله ته وویل چې دا کار وبار اوس دومره ډېر سوی دی چې هر کس د ورځې له زرو تر دریو زرو افغانیو پوري پیدا کوي: «د دې بوټو کار دومره ډېر سوی چي هره ورځ خلک ځي څلور پنځه کسان د تراکتور یوه ټیله راوړي او بیا یې خرڅوي ښه پیسې پری پیدا کوي.»
په هلمند کي د یوناني بوټو یو کاروباري په «مستعار نوم» محمد سیلم وایي: «اومان بوټي له پخوا څخه موږ په ځینو درملو کي کارول چي د دې بوتي خوند او استعمال خلک اراموي.»
طالبان: د اومان بوټي استعمال منع دی
د طالبانو ادارې د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور وايي چي اومان بوټی هم د نورو مخدرو توکو په شان په افغانستان کي منع دی. هغه دويچه ويله ته وويل: «دا نشه يي توکی دی او هيڅوک يې د کرکيله، استفادې، ذخيرې، انتفال او کاروبار اجازه نه لري.»
د دغه وزارت له مخدرو موادو سره د مبارزې معينيت چارواکو څه موده وړاندي په هلمند کي چارواکو ته سپارښتنه کړې وه چي د دغه بوټي کاروبار او استعمال منع کړي.
د افغانستان په ځينو ولايتونو له هغې ډلي څخه په هلمند او نيمروز کي د دغه بوټي د پروسس له پاري ډېري کارخانې جوړي سوي دي.ايا په افغانستان کي به د کوکنارو کرهڼه لا زياته سي؟
د نیمروز ولایت د اطلاعات او کلتور رئیس مفتي حبیب الله الهام وايي چي دوی په دغه ولايت کي د د هغو کارخانو د له منځه وړلو عمليات پيل کړي دي چي اومان بوټي پکښې پورسس کيږي. هغه دويچه ويله ته وويل: «موږ له تیرو څو ورځو راهیسي د نیمروز په دلارام کي څو فابریکي لمنځه یوړلي او دا به نه پریږدو ځکه د امیرالمومنین د فرمان له مخي د مخدره توکو کرکیله او قاچاق منع دي.»
اومان بوټی څه شي دی؟
ايفيدرا يا چي په افغانستان کي اومان بوټی ورته وايي، په ټوله نړۍ کې ډېر موندل کیږي او تر ډېره په وچو سیمو لکه په شمالي امریکا، شمالي افریقايي هیوادونو، جنوب غربي او مرکزي آسیا، د چین په شمال او په سویلي امریکا کي ډېر موندل کیږي.
د اومان بوټو کورنۍ تر میلاد ۵۰۰۰ کاله مخکې هم کاريدل، خو په ۱۸۸۱م کال کې د ناګای ناګایوشي په نامه یوه جاپاني کیمیا پوه دغه بوټي سره تجزیه کړل او د نوموړي تر دغه کار وروسته اوس هم د دغه بوتي یوه بڼه په دارو درملو کې کارول کیږي.
د دغه بوټي د کورنۍ درې ډولونه یعني ايفيدرا سینیکا، ايفيدرا ولګاریس او تر کمې اندازې ايفيدرا اکوازیتینا ډولونه یې نن ورځ هم په چین کي په تجارتي شکل کرل کیږي. له دغو بوټو په دارو درملو کي کار اخیستل کیږي.
طالبانو د کوکنارو له منځه وړولو کمپاين پېل کړی دی
په ۲۱مه پیړۍ کې د امریکا متحده ایالاتو په بازارونو کې د اومان بوټي اړوند عناصر منع سول او د دې کار دلیل یې خوندیتوب ته جدي ګواښونه بللي ول.
هغه درمل چي پکښې ايفيدرا کارول سوي وي، اوس د آلمان په درملتونونو کي هم بې نسخې نه ورکول کيږي.
په عنعنوي تداویو کي دغه بوټي او د دې بوټي د کورنۍ نور بوټي تر ډیره پورې د سر درد او تنفسي ناروغیو له پاره هم کارول سوي دي چي په اوسني طبابت کې یې د یادو مرضونو د تداوۍ په هکله علمي دلایل نه دي موندل سوي.
په نړۍ کي د دغه غرني او بيديايي بوټي نږدې ۷۰ ډوله سته چي يو ډول يې له ۲۰۱۳م کال راهيسي له افغانستان څخه چي د کوکنارو ترڅنګ په ډېره ارزانه بيه کرل کيږي او وده ورکول کیږي، په قاچاقي توګه نورو هيوادونو ته انتقاليږي.
زموږ له آرشیف څخه پر ورته موضوع یو انځوریز البوم دلته کتلی شئ: