پاکستان: کابل سره پر امنیتي مذاکراتو د سیاسي ګوندونو ټینګار
۱۴۰۳ دی ۲۵, سهشنبهد پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د دوشنبې (د جنورۍ میاشتې ۱۳ نیټه) په ورځ د مختلفو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره په نږدې څلور ساعته ناسته کې د خیبر پښتونخوا پر روان وضعیت او په هکله یې خپلو انديښنو خبرې وکړې.
د پاکستان د «ډان نیوز» ورځپاڼې د باخبره سرچینو په حواله ویلي دي چې سیاسي مشري په بشپړ ډول د ملي عمل پروګرام (ان ای پي) عملي کول غواړي او زیاته کړې یې ده چې د اړتیا په صورت کې به پر ځینو اصلاحاتو له سره غور وکړي.
د سرچینو په حواله په غونډه کې د جمعیت علمای اسلام، پاکستان پيپلز پارټي، مسلم لیګ ن، جماعت اسلامي او قومي وطن پارټي، ګوندونو استازو هم ګډون کړی و.
سرچینو ویلي دي چې د سیاسي ګوندونو مشرانو په افغانستان کې د طالبانو له ادارې سره د «رسمي یا غیر رسمي خبرو اترو» وړاندیز کړی دی.
ټول ګډون کوونکي په دې نظر وو چې د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ همکاري په سیمه کې د امنیت په ټینګښت کې مرسته کولی شي.
«هغوي زمونږ خبره نه اوري»
خو د پوځ مشر وویل چې په افغانستان کې د طالبانو ادارې یې په تیرو وختونو کې په واو وار سره خبردارۍ له پامه غورځولي دي.
د سرچینو په حواله د پوځ مشر له افغان واکمنانو سره د رسمي یا غیر رسمي خبرو اترو وړاندیز کوونکو ته وویل «هغوي زمونږ خبره نه اوري.»
د دې سربیره سیاسي ګوندونو پوځي رهبرۍ ته مشوره ورکړه چې د مسایلو د حل له پاره دې د طالبانو له ادارې سره د «خبرو اترو نورې لارې» وکاروي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) له خوا د خپرې شوې اعلامیې په اساس د سیاسي ګوندونو استازو د اورپکۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خپلو وسله والو ځواکونو او قانون نافذونکو د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.
همدارنګه دغو مشرانو د وسله والو افراطي ډلو پر وړاندې د یوې متحدې جبهې پر ضرورت ټینګار وکړ.
له پریکړنده ځواک سره به ځواب ورکړل شي
د ISPR په حواله ګواکې پوځي مشري څرګنده کړه چې هیڅ ډول نوي پوځي عملیات نه کیږي، خو زیاته یې کړه چې «د اسختباراتي معلوماتو په اساس به عملیات چټک کړای شي». هغه وویل چې پوځ له سیاسي ګوندونو څخه هم د نظر غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال منیر واضحه کړه چې د ولس د امنیت خرابوونکي هر ډول کوښښ ته به پریکړنده او بشپړ ځواک سره ځواب ورکړل شي.
د پاکستان د پوځ مشر دغه څرګندونې په داسې یوه وخت کې کړي دي چې په ځانګړي توګه په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې په ترهګریزو پيښو کې په ډیرې چټکۍ سره زیاتوالی راغلی دی.