1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلوچستان کې د یاغیانو پر ضد د «جامع» پوځي عملیاتو پلان

بريښنا صابر د فرانس پريس او ای پي له موادو
۱۴۰۳ آبان ۳۰, چهارشنبه

د پاکستان لومړي وزير په بلوچستان کې د بيلتون غوښتونکو ډلو پر ضد د «جامع پوځي عملياتو» منظوري ورکړې ده. دا پریکړه د يوې منع کړل شوې ډلې له خوا د ريل ګاډو په یوه تمځای کې تر ځانمرګي بريد يوه اونۍ وروسته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4nClq
د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف
لومړي وزير شهباز شريف، وويل چې «دمګړۍ پاکستان ته ورپيښه ستره ننګونه ترهګري ده.انځور: Pakistan's Press Information Department (PID)/AFP

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف، د سې شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د حکومت د امنيتي کمېټې په غونډه کې د ترهګریزو سازمانونو پر ضد د عملياتو پيلول منظور کړل. په دې غونډه کې د فدرالي کابينې غړيو، د ایالتونو اعلی وزيرانو، د پوځ مشر جنرال سيد عاصم منير، او نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو ګډون درلود.

تر غونډې وروسته په ورکړل شوې اعلاميه کې راغلي چې «د بهرنيو قدرتونو په مرسته د ناامنۍ په رامنځته کولو سره د پاکسستان د اقتصادي ودې د مخنيوي په موخه د  بې ګناه ښاريانو او د ملکيانو د په نخښه کوونکو پر وړاندې مو پر پوځي عملياتو توافق وکړ.»

په دې اعلاميه کې ويل شوي دي چې د مجید بريګيد، بلوچ لېبريشن آرمي (بي ال اې)، بلوچ لېبريشن فرنت (بي ال اف) او بلوچ راجي آجوهي سنګر (بي آر ایی اس) پر ضد د پوځي عملياتو په ترسره کولو هوکړه شوې ده. خو دا نه دي ويل شوي چې دا عمليات به کله پېل شي.

د لومړي وزير له دفتر څخه په خپرې شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې «د حکومت امنيتي کمېټې» پر دې ټینګار کړی دی چې د ترهګرۍ په ګډون پاکستان ته ورپېښو څو اړخیزو ننګونو ته د اغیزمن ځواب ويلو په موخه يوه متحد سياسي غږ او يوې اړوندې ملي داعیې ته اړتيا ده.»

لومړي وزير شهباز شريف، وويل چې «دمګړۍ پاکستان ته ورپيښه ستره ننګونه ترهګري ده او د دوی د حکومت لومړی، دويم او حتی دريم لومړيتوب هم د ترهګرۍ له منځه وړل دی.»

خيبر پښتونخوا کې په جلا  بريدونو کې ۱۸ کسان وژل شوي

په خيبر پښتونخوا کې د سې شنبې په ورځ د يوه ځانمرګي بريد په پایله کې ۱۲ عسکر وژل شوي دي. يوې استخباراتي سرچينې د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې يوه ورځ تر مخه په ترسره شوې يوه نښته کې هم له افغانستان سره پر پوله پرته دې سيمه کې ۸ کسان وژل شوي ول.

د استخباراتو يوه کارکوونکي د سې شنبې په ورځ د رامنځته شوي بريد په اړه وويل: «يوه شکمن ځانمرګی بريد ګر په چاوديدونکو توکو بار  يوه موټر ته یوې پوستې ته څېرمه انفجار ورکړ چې تر دې وروسته یې ملګرو ډزې پېل کړې.»

 دغه کارکوونکي وويل چې د تازه معلوماتو په حواله په دې بريد ۱۰ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

خو د پاکستان د پوځ له خوا په خپرې شوې يوه اعلامیه کې د وژل شويو عسکرو شمیر ۱۲ ښوول شوی دی. په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د سې شنبې په ورځ يو ځانمرګی بريد شوی چې د «دې خاورې د دولسو زړورو زامنو» ژوند یې اخيستی دی.

د حافظ ګل بهادر، وسله والې د دې بريد پړه منلې ده.

یرغمل شوي پوليس آزاد کړل شوي دي

د دوشنبې په ورځ په بنو کې د کنترول یوې پوستې ته څېرمه چې کوم ۷ تنه پوليس برمته نیول شوي ول، هغه آزاد شوي دي.

د فرانسې د خبري آژانس په حواله دا کسان د يوې جرګې او همدا شان د تښتوونکو ترمنځ تر مذاکراتو وروسته آزاد شوي دي.

د سيمې د پوليسو يوه کارکوونکي محمد ضياء الدین، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې «ټول تښتول شوي پوليس د سيمې د مشرانو له یاغیانو سره تر بريالو خبرو اترو وروسته آزاد کړل شول.»

نوموړي په دې تړاو د نورو جزئیاتو له ورکول څخه ډډه وکړه.

ب. ص/ س. ر (ای پي، ای اف پي)

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب