1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان صدراعظم د پارلمان د باور رایه له لاسه ورکړه

ګل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۲۷, سه‌شنبه

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د دوشنبه په ورځ د پارلمان د باور رایه له لاسه ورکړه او په دې ډول یې په رسمي ډول د ۲۰۲۵ م کال د فبرورۍ پر ۲۳، وخت دمخه ټاکنو ته لاره هواره کړه.

https://p.dw.com/p/4oEan
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ
د آلمان صدراعظم د پارلمان د باور رایه له لاسه ورکړهانځور: Lisi Niesner/REUTERS

د جرمني  په پارلمان یا بوندستاگ کي له مجموعاً ۷۱۷ استازو څخه، ۳۹۴ یې شولڅ ته د عدم اعتماد رایه ورکړه ، ۲۰۷ کسانو د هغه ملاتړ وکړ او ۱۱۶ یې ممتنع رایه ورکړه.

اولاف شولڅ د پارلمان د باور رايي له لاسه ورکولو سمدستي وروسته، د آلمان له ولسمشر فرانک والتر شټاینمایر، څخه وغوښتل چي پارلمان منحل کړي چي تر وخت مخکې انتخاباتو د ترسره کولو په درشل کي دوهم گام دی.

ولسمشر اوس ۱۲ ورځي وخت لري تر څو په دې اړه پریکړه وکړي. البته دا درسمیاتو یوه برخه ده او جمهور رئیس مخکي څرگنده کړې وه چي د فبرورۍ پر ۲۳، وخت دمخه انتخاباتو ملاتړ کوي.

د پارلمان له خوا د باور د رای له لاسه ورکول کومه ناڅاپي خبره نه وه، ځکه په آلمان  کي د واکمن ائتلاف له ړنگیدو سره، صدراعظم شولڅ خپل پارلماني اکثریت له لاسه ورکړی وو او په پارلمان کی د باور د رايي ترسره کول یو رسمي بهیر دی چي وخت دمخه انتخاباتو له پاره لاره هواروي.

د آلمان ائتلافي حکومت چي له سوسیال دیموکرات، زرغون او آزادو دیموکراتانو څخه جوړ وو، د اقتصادي مسایلو په تیره بیا د ۲۰۲۵م کال په بودیجه کي د څو میلیارده یورو خلا په اړه، پس له څو میاشتو شخړه ايزو بحثونو وروسته وپاشل سو. 

Deutscher Bundestag, 48. Plenarsitzung
په برلین کی د جرمني د پارلمان غونډهانځور: Jens Krick/Flashpic/picture alliance

ائتلافي حکومت په نوومبر میاشت کي هغه وخت وپاشل سو چي له سوسیال دیموکرات گوند څخه شولڅ ، له آزاد دیموکرات گوند څخه خپل د مالیې وزیر کریستیان لیندنر، له دندې گوښه کړ. وروسته له هغه آزاد دیموکرات گوند چي د ائتلافي حکومت کوچنی شریک وو، دغه ائتلاف پریښود او اولاف شولڅ پارلماني اکثریت له لاسه ورکړ.

سره له دې چي اولاف شولڅ یو غیر محبوب حکومت رهبري کړی دی، خو هغه ټینگار کوي چي په فبرورۍ مياشت کي وخت دمخه ټاکنو کي د بري چانس لري. نوموړی د فبرورۍ په انتخاباتو کي د صدرات مقام له پاره د سوسیال دیموکراتانو کاندید دی.

خو د مسیحي دیموکرات او سوسیال مسیحي محافظه کاره اتحادي گوندونو اپوزیسیون بیا فکر کوي چي یو وار بیا یې هغه فرصت په لاس راوړی دی، چي په دغو ټاکنو کي به واک تر لاسه کړي.

په آلمان کي به له جگړې وروسته دا څلورم ځل وي چي دغه هیواد له وخته مخکې ټاکنې ترسره کوي.

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.