1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيشمالي کوریا

جنوبي کوريا: د شمالي کوريا عسکر اوکراين ته استول کيږي

۱۴۰۳ مهر ۲۷, جمعه

د جنوبي کوريا استخباراتي اداره په دې آند ده چې د شمالي کوریا څه نا څه ۱۲۰۰ عسکر روسیې ته ليږدول کيږي څو په اوکراين کې په روانه جګړه کې مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/4lxug
د شمالي کوریا سرتیري د پوځي مراسمو په حال کې. انځور د ۲۰۲۳ کال دی.
شمالي کوریا ۱،۲ میلیونه ځواکونه لري جې دا په نړۍ کې د لویو پوځونو په ډله کې یو دی خو دغه ځواک په وروستیو وختونو کې د جګړې تجربه نه لري.انځور: Russian Defence Ministry/dpa/picture alliance

د جنوبي کوريا ملي استخباراتي ادارې د جمعې په ورځ وويل چې د ځانګړي ځواک د ۱۵۰۰ عسکرو يوه لومړۍ قطعه لا تر مخه د روسیې په ولاديوستوک کې مستقره شوې ده.

دې ادارې ويلي دي چې دوی «له اتمې څخه تر ديارلسمې نيټې پورې موندلې ده چې شمالي کوريا خپل ځانګړي ځواکونو د روسیې د سمندري ځواکونو په کښتۍ کې روسیې ته انتقال کړي چې دا د شمالي کوريا د پوځي ګډون پېل تائیدوي».

اړوند مطلب: شمالي کوريا: جنوبي کوريا مو د «دښمن هېواد» په توګه تعريف کړ

د ينهاپ خبري آژانس په جلا توګه خبر ورکړی دی چې د سيول استخباراتي ادارې ويلي دي چې شمالي کوريا «په دې وروستيو کې د اوکراين جګړې ته د ځانګړو ځواکونو په ګډون د ۱۲۰۰ عسکرو د څلورو لواګانو د ليږدولو پريکړه کړې ده«.

د عسکرو په اړه څومره پوهيږو؟

د جمعې په ورځ د جنوبي کوريا ولسمشر يون سوک يوول، يوه ناڅاپي امنيتي غونډه رابللې چې په هغه کې د استخباراتو، پوځ او ملي امنيت لوړپوړو چارواکو ګډون درلود. د يون له دفتر څخه ويل شوي چې شمال کوريا «د پوځي مرستې هم ور هاخوا تللې او عسکر یې مستقر کړي دي». همدا راز زياته شوې چې «دا نه يوازې زموږ هېواد ته بلکې نړیوالې ټولنې ته هم يو د پام وړ امنيتي ګواښ دی».

اړوند مطلب: اونۍ کې ۹۰۰ روسي بمونه؛ زيلنسکې مرسته غوښتې

د جنوبي کوريا استخباراتي ادارې رپوټ ورکړی دی چې د شمالي کوريا عسکرو ته د روسیې يونيفارم يا عسکري کالي، وسلې او جعلي پيژاند پاڼې ورکړل شوي دي. دا عسکر په ولاديوستوک، اوسورييسک، خاباروسک او بلاګووشچينسک کې په پوځي اډه کې میشت کړل شوي او ښايي تر روزنې وروسته به اوکراين ته واستول شي.

دې ادارې د ستېلايت انځورونه نشر کړي دي چې د شمالي کوريا يو بندر ته څيرمه پکې د روسیي د سمندري ځواک نقل و حمل او په اوسوريیسک او خاباروسک کې د شمالي کوريايانو شکمن راټوليدل ليدل کيږي.

زيلنسکي وايي د شمالي کوريا يو څه عسکر په اوکراين کې مسقر دي

روسیې تر دې مخه په جګړه کې د شمالي کوريا د عسکرو د استفادې خبره رد کړې وه. د روسي رسنیو په حواله د کريملن وياند ديمتري پېسکوف، تېره اونۍ د يوه خبری کنفرانس په ترڅ کې دا ادعاوې يو بل جعلي خبر بللی وو.

اړوند مطلب: بایدن د اوکراين او منځني ختیځ په اړه د خبرو په موخه په برلين کی دی

خو اوکراين وايي چې ځيني د شمالي کوريا پوځيان لا دمخه د اوکراين په هغو برخو کې موجود دي چې د روسیې له خوا نيول شوي دي.

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، د پنجشنبې په ورځ د ناټو په مقر کې خبريالانو ته وويل: «موږ له خپلو استخباراتو داسې معلومات ترلاسه کړي چې شمالي کوريا تاکتيکي پرسونل او افسران اوکراين ته لیږلي دي.»

ب. ص/ م. ج (AP, AFP, Reuters)

زموږ له ارشیف څخه:

د اوکراین جګړه: آیا روسیه د ټانکونو له کمښت سره مخ ده؟