1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن ته د آلمان تر ټولو معتبر د درناوي نښان ورکړل شو

۱۴۰۳ مهر ۲۷, جمعه

د امريکا ولسمشر جو بایدن، ته په برلين کې د آلمان تر ټولو معتبر د درناوي نښان ورکړل شو. په دې لنډ سفر کې به نوموړی د آلمان، فرانسې او بريتانيا د حکومتونو له مشرانو سره هم وګوري.

https://p.dw.com/p/4lxKk
د آلمان ولسمشر فران والتر شتاين ماير د امريکا ولسمشر ته د درناوي د نښان ورکولو حال کې
د درناوي د نښان د قبلولو او مننې پر وخت ولسمشر جو بایدن، له آلمان سره د خپلې شخصي اړيکې په اړه وغږيد.انځور: Matthias Schrader/AP/picture alliance

د درناوي د نښان د قبلولو او مننې پر وخت ولسمشر جو بایدن، له آلمان سره د خپلې شخصي اړيکې په اړه وغږيد. نوموړي وويل چې کله چې هغه د يوه ځوان سناتور په توګه برلين ته خپل لومړی سفر کړی وو نو هغه وخت آلمان او اروپا سره ويشلي ول.

نوموړي همدا شان د دې يادونه هم وکړه چې څرنګه یې د آلمان لومړی صدراعظم هیلموت شتمت، وپيژند. بایدن د لاېبزيک او شرقي برلين د وګړو چې په ۱۹۸۹م کال کې یې د ديموکراسۍ له پاره جرات ښوولی وو او د برلين ديوال یې له منځه وړی وو، ستاينه وکړه.

بايدن، وويل: «ځينو ويره درلودله چې د آلمان بيرته يووالی به پخوانۍ دښمنۍ بيرته تازه کړي.»

نوموړ زياته کړه: «خو د يوه متحد او آزاد آلمان خوب ژوندی پاتی شو او د ټولو په تمو پوره وخوت. د يوې متحدې او آزادې اروپا لاس ته راوړل زموږ د عصر يوه لاسته راوړنه ده چې دا کار د اوس په پرتله په بل هيڅ وخت کې دومره اړين نه وو.»

له دې سره نوموړي پر اوکراين د روسیې د يرغل له کبله د رامنځته شوي ګواښ څخه خبرداری ورکړ چې نوموړی یې «پر ديموکراسۍ او هغو اصولو بريد بولي چې په اروپا کې سولې ته لاره هواروي.»

بايدن، د آلمان له حکومت څخه د اوکراين د ملاتړ له کبله مننه وکړه خو خبرداری یې ورکړ: «موږ د يوه ستونزمن ژمي په درشل کې يو، موږ [اوکراين يوازې] نه شو پرېښودلی.»

آلمان له بايدن څخه مننه وکړه

بايدن د امريکا دويم ولسمشر دی چې دا جایزه ترلاسه کوي. په ۱۹۹۴م کال کې د هغه وخت د امريکا ولسمشر جيورج اچ. دبليو بوش دا نښان ترلاسه کړی وو.

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاين مایر، بايدن ته په بيلويو ماڼۍ کې د آلمان دا تر ټولو معتبر د درناوي نښان چې د دولت د مشرانو له پاره په نظر کې نيول شوی، ورکړ.

شتاين ماير، په خپله وينا کې له بايدن، څخه مننه وکړه چې کابو نيمه پيړۍ یې د آلمان، اروپا او د اتلانتيک د بلي غاړې د ائتلاف ملاتړ کړی دی.

نوموړي وويل: «ښاغلی ولسمشره! موږ پوهیږو چې تاسې له نيمايي پيړۍ راهېسې له آلمان سره علاقه لرئ. آلمان له دې کبله له تاسې ډېر منندوی دی.»

شتاين مایر، وويل چې د بايدن په مشرتابه کې د اتلانتيک له بلې غاړې سره ائتلاف د «بل هر وخت په پرتله قوي وو.»

بایدن او شولڅ د اوکراين د ملاتړ په برخه کې ترانس اتلانتيک همکاري وستايله

په داسې حال کې چې د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، او ولسمشر جو بایدن، يوځای سره راښکاره شول، بایدن، وويل چې آلمان د امريکا «يو تر ټولو مهم متحد» دی.

بایدن، وويل چې په اروپا او ټوله نړۍ کې ثبات د «آلمان او امريکا پر کلکو اړيکو» منحصر دی.

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ او د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر د برلين په بلويو ماڼۍ کې
بایدن او شولڅ د اوکراين د ملاتړ په برخه کې ترانس اتلانتيک همکاري وستايلهانځور: Michael Kappeler/dpa/picture allaince

شولڅ، وويل چې د دوی [د امريکا او آلمان] اړيکي «ډېرې ژورې او له اعتماده ډکې دي.» نوموړې زياته کړه: «زه پوهيږم چې دا داسې څه نه دي چې موږ ته وړتيا راکړل شوي.»

شولڅ په خپلو خبرو کې وويل چې پر اوکراين د روسیې يرغل «د اروپا امنيتي نظم له بنسټه ولړزو.» هغه زياته کړه چې آلمان «د اوکراين حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا» ته ژمن دی او تر هغه به د کيف ترڅنګ ولاړ وي «تر څو چې یې اړتيا وي.»

شولڅ، بايدن ته همدا شان وويل «دا ستاسې د مشرتابه برکت دی چې د پوتين، پلانونه ناکام شول.»

بایدن او شولڅ له اوکراين سره پر ملاتړ ټینګار وکړ

په برلين کې د صدارت په ماڼۍ کې د بندو دروازو تر شا د خبرو اترو د مخه صدراعظم شولڅ، او ولسمشر بایدن، خبريالانو ته په اوکراين کې د روسیې د روانې جګړې په اړه وينا وکړه.

شولڅ، په دې ترڅ کې وويل: «موږ د اوکراين دومره ملاتړ چې کولی شو کوو یې او په دې عين وخت کې د دې ډاډ ورکوو چې ناټو د جګړې په يوه اړخ بدله نه شي څو دا جګړه پر يو لا ستر ناورين وا نه وړي.»

هغه وويل: «پوتین ناسمه محاسبه کړې. موږ په ګډه يوې پياوړې ناټو ته ژمن يو چې د خپل ائتلاف د قلمرو د هر مربع سانتي متر دفاع وکړي. زموږ د ائتلاف هر غړی پر دې تکیه کولی شي.»

بایدن، له شولڅ څخه له دې کبله ستاينه وکړه چې د ۲۰۲۲م کال په فيبرورۍ میاشت کې پر اوکراين د روسیې د يرغل په غبرګون کې یې جګړه ځپلو سيمو ته د وسلو د نه ليږد او يا نه پلور د آلمان د اوږدې مودې اصل ته تغير ورکړ.

بایدن، وويل: «پر اوکراين له يرغل راهېسې تاسې د خپل مشرتابه او عقل پر اساس دا خبره درک کړې چې دا جګړه د اروپایي تاريخ يو مهم پړاو دی او تاسې ژمن واست چې عمل وکړئ.»

بایدن، ژمنه وکړه چې امريکا او آلمان او د اروپا نور هېوادونه به له اوکراين څخه د پوځي او زيربناوې په برخه کې د مرستې ډېرولو له پاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

ولسمشر بایدن، وويل: «زه پوهیږم دا ډېر لګښت ته اړتيا لري. خو هیڅ سهوه مه کوئ: ځکه دا په يوه داسې نړۍ کې د اوسيدو په مقابل کې ډېر لږ دی چېرې چې يو ديکتاتور په اسانۍ وکولی شي هر څه چې وغواړي ترلاسه یې کړي.»

ب. ص/ ن. ز (DW English)

زموږ له آرشيف څخه:

اوکراین: کرنیز ډرونونه څنګه د روسي پر وړاندې جګړه کوي