اونۍ کې ۹۰۰ روسي بمونه؛ زيلنسکې مرسته غوښتې
۱۴۰۳ مهر ۲۲, یکشنبهد اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زيلنسکي دغه څرګندونې روانه اوونۍ له آلمان او ځينو نورو اروپايي هېوادونو څخه تر کتنې وروسته کړي دي. هغه پر اکس شبکه ليکلي: «وخت نباید ضایع شي. د ارادې یو واضح زینګنال باید واستول شي.» هغه د فوري مرستو غوښتنه کړې تر څو پر اوکراین د روسي يرغل پر وړاندې مبارزه کې ورسره مرسته وشي.
د اوکراین ولسمشر زیاته کړې: «زموږ شریکان دا توانايي لري چې د لازم کمیت او کیفیت دافع هوا سیستمونو چمتو او زموږ د اوږد واټن د کافي اندازې قابلیتونو او دفاعي ځواکونو ته پر وخت د اکمالاتو د ډاډمنتیا له پاره تصامیم ونیسي.»
زيلنسکي ويلي چې روسيې تېره اوونۍ د ۴۰ توغندویزو او د مختلفو ډرونونو د ۴۰۰ هوايي حملو سربېره، پر اوکراین شاوخوا ۹۰۰ بمونه غورځولي دي. هغه په دغو حملو کې د اوښتو شوو زیانونو ويډيو هم خپره کړې ده.
د اوکراین دافع هوا ځواکونو ويلي چې یوازې د یکشنبې په شپه ېې ۳۱ روسي ډرونونه راغورځولي دي. په مجموع کې په دغه شپه د توغندیو او ډرونونو ۶۸ حملې شوي. د اوښتو احتمالي زیانونو په هکله ېې معلومات نشته.
زيلنسکي تېره اوونۍ روم، پاریس او لندن ته سفرونه درلودل او دغه راز ېې په برلین کې د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ او ولسمشر فرانک-والتر شتاین مایر سره وليدل. له دې غوښتنې سربېره، کيف تمه لري چې د ناټو سازمان د غړیتوب بلنه هم ترلاسه کړي.
(dpa)mks/aa