ترکیه: پر امریکايي سرتیرو تر برید وروسته ۱۵ کسان نيول شوي
۱۴۰۳ شهریور ۱۳, سهشنبهلکه څنگه چي چارواکو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ، د ترکیې د ځوانانو د ټولنې (TGB) یوې ۱۵ کسیزي ډلې د ایزمیر په بندر کي د "USS Wasp" په نوم امریکايي جنگي بیړۍ چي هلته یې لنگر اچولی وو، د عملې پر دوو تنو برید وکړ. د ترکيې امنیتي ځواکونو سمدستي مداخله وکړه او دغه شکمن بریدکوونکي یې ونیول.
په ترکيه کي د امریکا متحده ایالاتو سفارت نوموړې پیښه تائید کړې ده او له ترکي چارواکو څخه یې له دغه ډول اقدام څخه مننه کړې ده. د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند له دې کبله خپله اندېښنه ښودلې ده.
د (TGB) ټولنې له خوا په ایکس انترنت پاڼه کي خپره سوې یوه ویدیو ښيي چي څرنگه یوه ډله کسان د یوه سړي پر سر چي ملکي کالي یې اغوستي دي، یوه کڅوړه اغوندي او د "Yankee go home!" نارې وهي. دغه نشنلستي او امریکايي ضد ډله څرگندوي: هغه امریکايي سرتیري چي «لاسونه یې زموږ د سرتیرو او په زرو فلسطینيانو په وینو ککړ دي، اجازه نه لري چي زموږ هیواد ته راسي.»
د "USS Wasp" بیړۍ د اگست میاشتي په نیمايي کي د ترکیې له سمندري کښتیو سره یو ځای مانورونه کوي.
GP/NZ/AG