ترکي چارواکو انستاګرام ټولنیزه شبکه بنده کړې
۱۴۰۳ مرداد ۱۲, جمعهد ترکيې دولتي خبري آژانس (DHA) د دغه هېواد د مخابراتو او معلوماتۍ تکنالوژۍ چارواکو له قوله خبر ورکړی دی چې انستاګرام ټولنیزه شبکه د جمعې په سهار بنده شوه او کاروونکو یې ورته يوازې د (VPN) محافظتي شبکې له لارې لاسرسی درلود.
د سایبري حقونو کارپوه، یمان اکدینیز پر اکس شبکه ليکلي چې انستاګرام «د ملي امنیت او عامه نظم» د ساتلو په دلیل بند کړل شوی دی.
دغه اقدام وروسته له هغې کیږي چې د ترکيې د عامه اړيکو مشر فخرالدین آلتون، پر انستاګرام تور ولګاوه چې د فلسطينۍ اسلامپاله ډلې حماس د مشر اسماعیل هنیه د قتل په تړاو د ډاډګېرنې پیغامونه ېې بلاک کړي دي.
هنیه د چهارشنبې په ورځ په ایران کې ووژل شو او آلتون هم په همدې ورځ انستاګرام په سانسور تورن کړ.
خو دا چې ترکيې په واقعیت کې دغه ټولنيزه شبکه په څه دليل بند کړې ده، لا تر اوسه روښانه نه ده.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر اکس شبکه د جمعې ورځ د هنیه د مرګ په تړاو عمومي ماتم اعلان کړی.
ترکيه له حماس ډلې سره ښې اړيکي ساتلي چې په دې لړ کې اردوغان په اپریل میاشت کې له اسماعیل هنیه سره په استانبول کې یو ملاقات هم درلود.
(dpa)mks/akh
له آرشیف څخه: