اټکل: هر سګريټ ۲۰ دقيقې ژوند کموي
۱۴۰۳ دی ۱۲, چهارشنبهپه لندن کي د روغتیا وزارت په یوه خبر کي چې د لندن پوهنتون د درو څېړونکو د پایلو نتیجه ده، راغلي دي: «که د سگریټو یو معتاد د نوي عیسوي کال په لومړۍ ورځ سگریټ بند کړي، نو د فبرورۍ مياشتي تر ۲۰ پوری به یې د خپل ژوند له لاسه وتلې یوه اونۍ بیرته په لاس راوړي.» په دې ډول به یې د کال تر پایه خپل د ژوند ۵۰ ورځي ژغورلي وي.
د بریتانيا حکومت غواړي په تدریجي ډول د سگریټو رانیول بند کړي.
دغه معلومات له بریتانیا څخه د دوو اوږد مهالو مطالعاتو پر یوې نوي ارزونې تکیه کوي.
اړوند:د سگریټو په پرېښودلو کي کوم میتودونه مرسته کوي؟
د څېړني دغه ټیم، نوي ارقام، د څارنې اوږد وخت او له ۲۰۰۰ کال څخه د پخواني اټکل ډېر فکتورونه په پام کي نیولي دي. په هغه وخت کي د یوه سگریټ د څکولو له امله د ژوند له لاسه ورکړی وخت ۱۱ دقیقې اټکل سوی وو.
د آلمان په هایډلبرګ کې د سرطان د څیړنې د مرکز مشرې ویلي دي: "دا د برتانيا معلومات دي، مګر سړی دا اټکل کولای سي چې دا په آلمان او نورو لوېدیځو هیوادونو کې هم پلي کیږي." دغه اعلان د برتانیا د حکومت له خوا د کمپاین یوه برخه ده، ترڅو خلک د سگریټو بندولو ته وهڅوي.
د زړه د ناروغیو له انستیتوت څخه هارم وینبیرگین، دغه ډول اټکل د منلو وړ نه بولي، خو دې خبري ته اشاره کوي چي ستر انفرادي توپیرونه موجود دي چي یو سگریټ څومره منفي اغېز کوي.
وینبیرگین وايي: «مهم ټکی په ډاډ سره د یو کس هغه سن دی چي د سگریټو څکول یې پیل کړي وي. په آلمان کي دې کارته سخته اړتیا لیدله کیږي، چي د سگریټو د څکولو په وړاندي عامه تدابیر لا پسي سخت کړای سي. زما په نظر په انگلستان کي په دې اړه هڅې کیدای سي یوه نمونه وگرځي.»
په لندن کي حکومت په پلان کي لري چي په تدریجي ډول د سګریټو پر رانیولو بشپړ بندیز وضع کړي. په دې اړه قانون چې هدف یې په تدریجي ډول د لږ تر لږه عمر زیاتوالی دی، اوس مهال په ولسي جرګه کې د تقنیني پروسې په حال کې دی.
د نوموړي قانون له مخي به هغه خلک چې د ۲۰۰۹م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه وروسته زیږیدلي دي هیڅکله ونه سي کولای په قانوني توګه د تنباکو محصولات واخلي.
د حکومت په حواله د سگریټو د څکولو له امله مړینه چي په بریتانيا کي یې په کال کي د مخنیوي وړ ۸۰ زره پیښې رامنځته کیږي، د ټولو سرطاني ناروغیو څلورمه برخه ده.