1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي سګریټ څوک نه سي پریښودلای؟

۱۳۹۷ مهر ۱۵, یکشنبه

ولي دا دومره سخته ده، چي یو سړی د سگریټو عمل پریږدي او ولي د هغه پر پریښودلو سربیره سړئ بیرته په اخته کيدلی سي؟ ساینس پوهان د دې کار علت د سړي په عزم او اراده کي نه، بلکي تغیر سوي جِن کي بولي.

https://p.dw.com/p/367UA
Mann zerbricht Zigarette
انځور: R. Ben-Ari/abaca/picture alliance

د تنباکو او سکریټو څکول په ټوله نړۍ کي د بشر له پاره سختي ناروغۍ رامنځته کوي او ډیر انسانان د هغه د عواقبو په سبب مړه کیږي هم. داسي چي د تنباکو او سکریټو پر ښکاره تاوانونو او د هغه پرضد نړیوال توضیحاتي کمپاین سربیره په ټوله جهان کي د کاله د شپږو څخه تر اوو ملیونو انسانانو پوري د هغه له عواقبو څخه مړه کیږي. خو که څه هم په سکریټو اخته اکثریت کسان د هغه په خطرونو باندي پوهیږي، خو بیا هم ورته دا سخته ده، چي هغه دي پریږدي. او ولي دهغه پر پریښوولو سربیره بیا هم په اخته کیږي؟

گومان کیږي، چي دا خبره د عزم او اردې سره دومره اړه نه لري، بلکي د هغه مسؤلیت کیدلای سي په جنیتيکي تغیر کي وي. د پاستور- انستیتوت او د ساینسي تحقیقاتو فرانسوي ملي انستیتوت ساینس پوهانو د سوربون - Sorbonne پوهنتون سره په گډه ثابته کړې ده، چي د تغير سوي جِن تأثیرات پر موږکانو باندي هم وجود لري او هغوی هم معتاده کیږي. خو جنیتیکي تغیر په انسانانو کي ډیر وسعت پیدا کړی دی، داسي چي ۳۵ فیصده اروپایان او په منځني ختیځ کي حتی په۵۰ فیصده انسانانو کي موجود دی.

USA New York Zigarettenstummel in Wasser in Chinatown
انځور: picture-alliance/blickwinkel/G. Vockel

نیکوتین اخیستونکي حجرې، عصبي خوشالونکئ جریان فعاله کوي

د کورینت بيولوژۍ- "Current Biology"  مجلې په حواله نیکوتین په مغزو کي د اعتیاد او نیکوتین اخیستونکو حجرو ترمنځ د ارتباط قايمولو سبب کیږي. پدې وسیله سره په مغزو کي خوشالونکئ جریان فعاله کیږي او انسان ته د خوشالۍ احساس ورکوي. د څو تیرو کلونو د علمي مرکزونو تحقیقاتو ښکاره کړې ده، چي د تغیر سوي جِن پواسطه دا خطر موجود دی، چي سړئ په نیکوتینو باندي معتاده سي.

باید وویل سي، چي تر اوسه پوري داسي مؤثر دارو درمل هم جوړ سوي نه دي، چي په سکریټو د اعتیاد کیدو څخه دي انسان خلاص او پر مغزو باندي د نیکوتینو تأثیرات راکم کړي.

زموږ دآرشیف څخه یو انځوریز البوم:(31.05.2014 )