«نیکوتین له سږو څخه مغز ته سرطاني حجرې انتقالوي»
۱۳۹۹ خرداد ۲۹, پنجشنبهد میدیکال دیلي د رپوټ له مخي، لاس ته راغلي نتایج ښيي چي ښايي، د سږو په سرطان باندي د اخته کسانو ۴۰ سلنه د مغز د متاستاتیک په نامه تومورونو باندي اخته کیږي. دا کار کیدای سي د ناروغ کس د پاته ژوند موده په اوسط ډول تر شپږو میاشتو لږ وخت ته راکمه کړي.
په شمالي کارولین کي د ویک فارست د پوهنځي کارپوهانو د سږو په سرطان باندي ۲۸۱ اخته کسانو حالت تر پلټني لاندي نیولی. د هغو نتایجو وښودله چي د مغز د متاستاتیک تومورونو رامنځته کیدل، د سږو په سرطان باندي د نورو اخته کسانو په پرتله د سګرټ کشو ناروغانو په منځ کي ډیر ول.
نیکوتین پر میکروګلیا باندي چي په مغز کي یو ډول معافیتي حجره ده، د اغیز پروخت، د مغز سرطان رامنځته کوي. پلټونکي دې نتیجې ته رسیدلي چي نیکوتین میکروګلیایی حجرې له M1 شکل څخه چي د تومورونو د له منځه وړو سبب کیږي، یوه بل شکل ته چي M2 نومیږي اړوي چي دا بيا د سرطاني حجرو له پرمختګ سره مرسته کوي.
سربیره پر دې پلټونکي ټیم پر سرطاني حجرو باندي د نیکوتینو د اغیز او یا د هغه د بندولو له پاره یوه لار پیدا کړې. پارتنولید چي یو طبیعي ترکیب دی او په اروپايي بابونه بوټي کي پیدا کیږي، په مغز کي د متاستاتیک تومور د مخنیوي په برخه کي چي د نیکوتینو تر ګواښ لاندی دی، مرسته کوي. د پلټونکو په خبره د درملني دغه لار له میکروګلیا سره مرسته کوي چي خپل اصلي شکل وساتي.
د کارپوهانو په حواله، په اوس وخت کي د مغز د سرطان یوازینۍ درملنه د شعاوو په مرسته ممکنه ده. دا ځکه چي د کیمیاوي درملني دارودرمل نه سي کولای په مغز کي د ويني د فشار په ځای کي د وینو له خنډ څخه تیر سي خو پارتنولید دا ځانګړتیا لري او کولای سي د مغز د متاستاتیک تومور په مخنیوي کي یوه ښه کړنلاره وي.
زموږ له آرشیف څخه: