آسترالیا: د ترهګرۍ په تور اوه کسان نیول شوي
۱۴۰۳ اردیبهشت ۵, چهارشنبهد آستراليا پوليسو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د اپریل ۲۴مه) په دغه هیواد کې د یوې داسې شبکې د لمنځه وړلو ادعا کړې چې په خبره یې ښايي په دغه هیواد کې یوه برید ته امادګي نیوله. د پولیسو په وینا د ترهګرۍ ضد په یو لړ عملیاتو کې یې اوه تنکي ځوانان هم نیولي دي.
تیره اونۍ په آسترالیا کې د عراقي ریښه لرونکي آشوري کشیش تر ټپي کیدو وروسته، تر ۴۰۰ ډیرو پولیسو د سیدنې په ۱۳ سیمو کې چاڼیز عملیات کړي.
د برید په تړاو یو ۱۶ کلن ځوان نیول شوی دی او د پولیسو په توقیف کې دی. خو پولیس وايي چې د یاد برید په تړاو یې «مذهبي انګیزه لرونکي» اوه نور تنکي ځوانان هم نیولي دي چې د یوې سترې شبکې غړي دي.
د پولیسو مرستیال کمیشنر ډیف هوډسن، د یادو عملیاتو په تړاو وویل چې د یادې شبکې تر ژورې څېړنې او څارنې وروسته دوی ته د خطر زنګ ووهل شو، داسې د خطر زنګ چې په وینا یې عاجل اقدام ته یې ضرورت درلود.
هوډسن تر عملیاتو وروسته رسنیو ته وویل: «تر څار لاندې د دوی رویې موږ ته دا وښوده چې که چیرته دوی د کوم بل جرم نیت درلود، موږ یې د مخنیوي وړتیا نه لرله.» د نوموړي په خبره، موږ دا درک کړه چې ګواښ ډیر ستر وو او زیاتوي چې تر پلټنو وروسته موږ باور درلود چې بل برید هم ښايي پیښ شي.»
د پولیسو دغه لوړ پوړي چارواکي د نیولو شویو کسانو په هکله وویل چې هغوی ټول تنکي ځوانان دي چې عمرونه یې د ۱۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي.
هوډسن د خپلو خبرو په ادامه وویل چې «د ترهګرۍ راتلونکی او د انترنت له لارې د ځوانانو تندلاري کیدل به موږ ته یو مشکل وي.»
په عین حال کې د استرالیا د فدرالي پولیسو د ترهګرۍ ضد کارپوه کریسي باریټ بیا وویل چې «یاده شبکه یو ډول خونړۍ سخت دریځه نظریه لري.» که څه هم د استراليا پولیسو د یوه بل برید د پیښیدو امکان نه دی رد کړی، خو باریټ وايي چې دوی تر اوسه پورې د بل برید د ځای، ډول او یا وخت په هکله شواهد په لاس کې نه لري.»
تیره اونۍ، په آسترالیا کې یو ۱۶ کلن ځوان په دې تورن شو چې د ټولنیزې رسنۍ له لارې په ژوندۍ بڼه په خپریدونکې مذهبي مراسمو کې یې په عراقي ریښه لرونکي آشوري کشیش باندې د سینې او سر په برخه کې برید وکړ چې له کبله یې نوموړی سخت ټپي شو.
د مار ماري ایمانیول په نامه دغه مذهبي څیره په ټولنیزو رسنیو کې تر ۲۰۰ زره ډېر مینوال لري او د کرونا ویروس د واکسین، د کرونا پرمهال د وضع شویو محدودیتونو او همدا راز اسلام ضد څرګندونې یې کړې وې.
آژانسونه/ خ.ح / ن.ز