۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۱, شنبهآسټراليا د څو کالو راهيسي دا دريځ لري چي وای هغو مهاجرو ته به په خپله خاوره کي ځای نه ورکوي چي د کښتيو په مرسته دغه هيواد ته رسېدلي وي. تر اوسه پوري دغه ډول مهاجر د پاپوا نوی ګينيا هيواد ته لېږدول کېدل او هغوی هلته د آسټراليا له خوا په تمويلېدونکو کمپونو کي ساتل کېدل. خو اوس به د مانوس يو داسي کمپ وتړل سي.