سيدني: یوه حمله کونکي پنځه کسان په چړې وژلي
۱۴۰۳ فروردین ۲۵, شنبهد اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، پولیس وايي حمله کوونکی وروسته له هغې د دوی په ډزو ووژل شو، چې د سيدني ښار په مشهور سوداګریز مرکز، ویستفیلډ بندي جکشن، کې له ۹ کسانو سره ښکيل شو.
عاجلې برخې د پولیسو ته د حملې په هکله لومړنی رپوټ په ځايي وخت له ۴ بجو لږ مخکې ورکړی وو. د نیو ساوت والیس په نوم د امبولانس شبکې یو ویاند وويل چې د یو ماشوم په ګډون اته کسان روغتون ته انتقال شوي دي.
پولیس وايي د پېښې په ځای کې د ښځو او ماشومانو په ګډون خلک سخت وېرېدلي ول او په سلونو خلکو تېښتې کولې.
د رېز کلمیناریس په نوم ېوې عينې شاهدې چې له شل تنو نورو سره ېې ځان د هارډویر وسایلو په يو دوکان کې پټ کړی وو، رويټرز ته وویل چې هغې يو د غېږې ماشوم وليده چې په چړې ټپي شوی وو او امبولانس ته پورته کړل شو. نوموړې زیاته کړه چې د ماشوم «مور ویرېدلې وه، خپه وه او یوازې ېې هڅه کوله چې ماشوم آرام وساتي.»
رپوټ زیاتوي پولیسو داسې نښې نښاني چې د حمله کونکي د حملې انګيزه وښيي، نه دي ښودلي.
استراليا د نړۍ د ټوپک او چړې تر ټولو سخت قوانین لري او د شنبې ورځې په څېر پېښه پکې په نادراتو کې راځي.
د استرالیا صدراعظم انتوني البانیس د پېښې په هکله خفګان ښودلی او له پولیسو یې مننه کړې. هغه پر اکس شبکه ليکلي: «زموږ زړونه د ټپیانو له پاره سوځي، موږ له هغو کسانو چې هغوی ېې انتقال کړي او همدارنګه له خپلو زړورو پولیسو چې په موقع ېې اجرات کړي، مننه کوو.»
(Reuters)mks/aa
له آرشیف څخه: