م.م.: د پاکستان پنجاب کې سمي لوګی ماشومان له خطر سره مخ کړي
۱۴۰۳ آبان ۲۳, چهارشنبهله ماشومانو د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان په شرقي ایالت پنجاب کې ککړې هوا، د ۱۱ ميلیونو ماشومان روغتیا له خطر سره مخ کړې ده.
په دغه سیمه کې هوا داسي خرابه شوې چې کارپوهانو ورته د کال «پنځم فصل» یا د لوګي او ککړې هوا فصل نوم کارولی دی.
له تېرې میاشتې راهیسې د پنجاب ایالت مرکز او د پاکستان فرهنګي پلازمینه لاهور او د دغه ایالت د ۱۷ ناحيو فضا، سمي لوګي پر سر اخیستې ده. د روغتيايي چارواکو په خبره، تر۴۰زرو ډېر کسان د تنفسي ناروغیو په دلیل، تر درملنو لاندې دي.
په پاکستان کې د یونیسف استازي عبدالله فاضل، په یوه اعلاميه کې د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې د ۱۱ ميلیونه هغو ماشومانو د روغتیا له پاره چې پنځه کلنۍ ته لا نه دي رسېدلي، په هوا کې د لوګي د راکمولو له پاره فوري اقدامات وکړي.
فاضل ويلي دي: «وخت ته اړتیا ده چې په روان کال کې د فوق العاده ډېر لوګي د اغیزو ارزونه وشي. خو په دې پوهیږو چې دککړې هوا کچې دوه یا درې برابره ډېرېدل، به په ځانګړې توګه پر ماشومانو او ميندوارو ښځو باندې ناوړه اغیزې ولري.»
پاکستان د ماشومانو د روغتيا د حفاظت په موخه، د پنجاب ایالت په یو شمېر برخو کېښوونځي د نومبر تر ۱۷مې نېټې رخصت کړي دي. چارواکو د جمعې په ورځ امر وکړ چې ټول تفريحي پارکونه او موزیمونه دې د لسو ورځو له پاره بند وي له خلکو ېې وغوښتل چې له غيرضروري سفرونو ډډه وکړي.
د پاکستان د چاپېریال ساتنې ادارې د معلوماتو پر اساس، ملتان ښار د دوشنبې په ورځ د هوا کیفیت له «۸۰۰» شاخص په درلودلو سره تر ټولو ککړه هوا درلوده. د هوا د کیفیت هر هغه شاخص چې تر «۳۰۰» پورته وي، د روغتیا له پاره خطرناک بلل کيږي.
که څه هم حکومت خلکو ته له ماسکونو د استفادې سپارښتنه کړې، خو دغه سپارښتنه په ټولیزه توګه نه رعایت کیږي. د پاکستان حکومت همدارنګه ویلي دي چې غواړي له ککړې هوا سره د مبارزې له پاره په ځانګړو طریقو له مصنوعي بارانونو کار واخلي.
(AP) si, af, mks;nz