د پاکستان په لاهور ښار کې د هوا د ککړتیا نوی ریکارډ
۱۴۰۳ آبان ۱۲, شنبهد رسمي شمېرو له مخې، د شنبې په سهار ددغه ښار په هوا کې د ذراتو اندازه په هر متر مکعب کې ۱۰۶۷ مایکرو ګرامه ته رسیدلې وه او وروسته بیا شاوخوا ۳۰۰ مایکرو ګرامو ته راټیټه شوه.
د پاکستان د چاپېریال ساتنې مسئول، جهانګیر انور، د فرانسې خبري اژانس ته ویلې "موږ تر اوسه پورې له ۱۰۰۰ (مایکروګرام) څخه لوړه کچه نه ده لرلې." د هغه په وينا، د هوا د ککړتيا کچه به تر راتلونکو درېيو څلورو ورځو پورې همدا ډول لوړه پاتې شي.
د روغتیا نړیوال سازمان له لس مایکرو ګرامو څخه ډیر د سرطان ناروغۍ د زیاتېدو گواښ پېښوونکي يادوي چې د "پي ام ۲،۵ ککړونکو" په نوم پیژندل کیږي ، کوم چې کولی شي د سږو له لارې وینې ته ننوځي او همدا راز یوازي په هر متر مکعب کې ۱۵ مایکرو ګرامه اعظمي حد یاد شوی دی.
له څو ورځو راهیسې د لاهور ښار فضا د دوړې او لوګي پوښلې ده چې د موټرو او کرنيزو وسایطو د ټیټ کیفیت ډیزلي لوګي له امله رامینځته شوي او همدا ډول د ژمي د رارسیدلو سره د هوا د ککړتیا یو بل مهم لامل هم د بې کیفیته سونګ توکو کارول دي.
د چهارشنبه په ورځ، د چاپیریال ساتنې ځایی څانګې د لاهور ښار د ځینو برخو لپاره نوي محدودیتونه په هغو سیمو کې اعلان کړل، چیرې چې د هوا ککړتیا ډیره ده. په دې ځایونو کې د ریکشا چلول او هغه رستورانتونه چې پرته له هوا کښ څخه کباب پخوي تګ او راتګ منع شو.
د دوشنبې په ورځ به د دولتي ادارو او خصوصي شرکتونو نیمایي کارکوونکي له کوره کار وکړي. د ودانیزو چارو کار هم د اوس لپاره ځنډول شوی او د خوراکي توکو پلورنځي چې ډیری وختونه په اور کې پخیږي باید د ماښام په اته بجو وتړل شي.
دوړې او لوګي په ځانګړې توګه په ژمي کې زیات وي. د سړې هوا او د کثافاتو د اغیزو له امله، د شنو خونو ګازونه چې د ټیټ کیفیت لرونکي سونګ له امله رامینځته کیږي د ځمکې سطحې ته نږدې په هوا کې پاتې کیږي.